ګواتیمالا کې د موټر اوښتو ګڼ کسان وژلي

Image caption د پیښې په ځای کې د سیند له امله چې په تېزې سره اوبه په کې بهيږي د ژغورنې چارې له خنډوځنډ سره مخامخې وې خو ژغورونکو ډلو پر سیند کیبلونه تېر کړل څو په پیښه کې وژل شوي او ټپیان شوي د سیند له یوې غاړې بلې ته ولېږدوي.

په مرکزي ګواتیمالا کې د بېړنیو چارو کارکوونکي وايي، د یوې غونډۍ له سره یو بس موټر دوه سوه متره لاندې سیند ته غورځېدلی چې له امله یې لږ تر لږه دري څلوېښت تنه وژل شوي دي.

په دغه پېښه کې تر څلوېښتو ډېر نور کسان ټپیان شوي هم دي.

دغه پېښه د سان مارتین په غرنۍ سیمه کې رامنځته شوې، چې ډېری سړکونه یې خام دي.

د دغې سیمې ښاروال وايي، یاد ګاډی له غورځېدو مخکې له یوه ډبرین دېوال سره جنګېدلی دی.

د دغې پېښې د لامل مالومولو په اړه پلټنې روانې دي.

چارواکي وايي په دغه بس کې چې د ۵۴ کسانو د لېږدولو وړتیا یې لرله د پیښې پرمهال ۹۰ کسان سپاره وو.

په وژل شویو کسانو کې درې ماشومان هم شامل دي.

د پیښې په ځای کې د سیند له امله چې په تېزې سره اوبه په کې بهيږي د ژغورنې چارې له خنډوځنډ سره مخامخې وې خو ژغورونکو ډلو پر سیند کیبلونه تېر کړل څو په پیښه کې وژل شوي او ټپیان شوي د سیند له یوې غاړې بلې ته ولېږدوي.

د ژغورنې په چارو کې سیمه ییزو خلکو هم پراخه ونډه واخیسته.

د سیمې اوسیدونکي وايي دې پیښې ریښتنې ویر ته کینول.

یو شمېر ټپیان سیمه ییز او یو شمېر نور د ګواتیمالا روغتون ته لېږدول شوي دي.

ورته مطالب