''د روسیې وړاندیز شاید د سوري کړکېچ حل وي''

بارک اوباما
Image caption اوباما دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې روسیې له سوریې غوښتي چې کیمیاوي وسلې یې دې تر نړیوال څار لاندې راشي.

خو نوموړي په یو شمېر تلوېزيوني مرکو کې وویل، چې په دې اړه شکمن دی او په خبره یې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جان کیري به د دغه وړاندیز د جدیت پر سر له روسیې سره خبرې وکړي.

ولسمشر اوباما وویل، دی سم لاسي د روسیې د دغه وړاندیز منلو ته چمتو نه دی:

"موږ تر اوسه د دغه وړاندیز په جزیاتو نه پوهېږو، خو زه فکر کوم چې دا یو مثبت پرمختګ کېدای شي. زه فکر نه کوم، چې که چېرې د امریکا او هغو هېوادونو لخوا باوري پوځي ګواښ نه وای چې په سوریې کې د رامنځته شویو پېښو په غبرګون کې د جدي اقدام ملاتړ کوي، موږ به داسې یوه پړاو ته را رسېدلي وای چې دوی د دغې مسلې په اړه په علني ډول یو څه وړاندې کړي.

"زه فکر کوم چې دا د نړیوالې ټولنې او امریکا لپاره اړینه ده چې ودرېږي او ووايي دا کار نشي تر سره کېدای. اوس ښه خبر دا دی، چې د اسد ایتلافیان، روسیه او ایران دواړه په دې پوه شوي، چې د سوریې عمل یو سرغړاوی و او دا یوه ستونزه وه".

اوباما دا هم ویلي چې لاهم د روسيې د وړاندیز په اړه د سوریې پر حکومت شکمن دی.

Image caption وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف ویلي وو چې د هېواد دغه وړاندیز یې مسکو کې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر ولید المعلم سره هم شریک کړی.

د امریکا کانګرېس اوس د سوریې پرضد د پوځي ګام اخیستو پر مسالې غږېږي.

د امریکا متحده ایالتونه دمشق د خپلو خلکو پرضد د کیمیاوي وسلو په کارولو تورنوي، خو سوریه بیا دغه څرګندونې نه مني.

امریکايي ولسمشر بارک اوباما د تېرې دوشنبې پر ورځ له ځینو تلوېزیونونو سره مرکې کړې دي.

نوموړي پر سوري حکومت د محدودو بریدونو کولو ټینګار کړی دی.

هغه اې بي سي تلوېزیون ته ویلي، چې "زموږ امنیت لپاره د کیمیاوي وسلو کارول ډېر خطرناک دي. که چېرې له پوځي ګام اخیستو پرته پلټنې بشپړې کړای شو، نا رښتیا هم دا به زموږ غوراوی وي".

اوباما له پي بي اېس امریکايي تلوېزیون سره په یوه مرکه کې ویلي چې د سوري کړکېچ ختمېدو لپاره یې پر احتمالي ديپلوماتیک حل د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې کړې دي.

اوباما دا څرګندونې داسې مهال کړې، چې روسیې له سوریې غوښتي چې کیمیاوي وسلې یې دې تر نړیوال څار لاندې راشي.

روسیې دا غوښتنه له دې کبله کوي، چې سوریه د امریکا له پوځي بریده وژغورل شي.

وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف ویلي وو چې د هېواد دغه وړاندیز یې مسکو کې د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر ولید المعلم سره هم شریک کړی.

مسؤوليت

د بشري حقونو د څار سازمان د سې شنبې په ورځ ویلي، داسې دلایل شته چې د سوري حکومت له خوا د کیمیاوي وسلو کارولو ادعاوې ثبوت ته نژدې کوي.

امریکا مېشتي دغه سازمان له نیویارکه پخپل خپاره کړي راپور کې ویلي، د عیني شاهدانو او نورو سرچینو له خوا ترلاسه شویو معلوماتو ښوولې ده چې سوري حکومت کیمیاوي وسلې کارولې.

د امریکا متحده ایالتونه سوریه کې د تېرې میاشتې برید لږترلږه ۱۴۰۰ کسان وژلي.

ورته مطالب