م. م: سوریه کې دواړو غاړو جنګي جرمونه کړي

Image caption د سوریې روانه جګړه کې تر اوسه تر سلو زرو ډېر کسان وژل شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ډلې یوه تازه راپور کې ویلي، چې سوریه کې ټولو ښېکلو جنګي غاړو جنګي او بشر ضد جرمونه کړي.

په راپور کې راغلي، چې د جګړې له پیلېدا راهیسې، هلته ډېر زور زیاتی شوی، او د جنسي تېریو او تښتونو پېښې بیخي ډېرې شوې دي.

په دغه راپور کې د سوریې حکومتي ځواکونه د ولسي وګړو په ډله ییزې وژنې، د روغتونونو په بمبارۍ، او نورو ځینو جنګي جرمونو تورن کړي دي.

خو په مقابل کې یې د بهرنیو جنګیالیو په ګډون مخالف وسله وال د اعدام، تښتونې، او ولسي وګړو په وژنې تورن شوي.

ځینې ثبوتونه ښيي، چې د بشارالاسد ځواکونو له خوا لږترلږه د اتو ډله ییزو وژنو پرمهال ګڼ کسان وژل شوي او د مخالفانو په یوه برید کې هم ډېر کسان وژل شوي.

بل خوا، د امریکا ولسمشر بارک اوباماویلي، چې د سوریې پرضد پوځي ګام اخیستو په اړه به رای اچونه وځنډوي، خو وايي چې له روسیې سره د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو لپاره سلا مشورې کوي.

خو دا ټینګار یې هم کړی، که چېرې له سوري حکومت سره دیپلوماتیکې خبرې کار ورنه کړي، شاید پر وړاندې یې پوځي ګام اخیستو ته اړ شي.

ملګري ملتونه وايي، دوی سوریه کې د جنګي مجرمینو او بشر ضد کړنو یو اوږد لست چمتو کړی، چې هر یو یې باید عدالت ته راکاږل شي.

د ملګرو ملتونو دغه راپور د عیني شاهدانو، وېډیوګانو، سټلایټ انځورونو او د وېډيویي مرکو پربنسټ جوړ شوی.

دا راپور داسې مهال خپور شوی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د تېرې جمعې پر ورځ د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سیرګي لاوروف سره وکتل.

امریکا وايي، چې سوري حکومت د تېر اګست پر ۲۱ پر ولسي خلکو کیمیاوي وسلې کارولې، چې لږترلږه ۱۴۲۹ کسان په کې وژل شوي، خو دمشق بیا دا تورونه بابیزه بولي، بلکې ادعا کوي، چې دا د دوی وسله والو مخالفانو کړی.

پر دې سربېره، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې په تړاو د یوې غونډې تابیا لرله، خو تر ناټاکل شوې مودې پورې ځنډول شوې ده.

نړیوال څار

برتانیا، امریکا او فرانسه غواړي، چې د سوریې کیمیاوي وسلې دې تر نړیوال څار لاندې راشي.

دغه درې واړه هېوادونه د یوه داسې فرمان په لټه کې دي، چې د سوریې پرضد دې له زوره کار واخیستل شي، خو روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا د هر راز زور او ګواښ کارولو مخالف دی.

څارونکی پلاوی وايي، د ۲۰۱۱ له سپتمبر راهیسې یې ۲۰۹۱ مرکې کړې او زیاتره معلومات یې له هغو نژدې دوو میلیون سوري بې ځایه شویو وګړو ترلاسه کړي، چې د سوریې ګاونډیو هېوادونو کې کډوال شوي دي.

دغه څارونکې ډله به خپل ارپور امنیت شورا ته سپاري، چې راتلونکې اونۍ به یې په اړه یوه خبري غونډه جوړه شي.

ورته مطالب