امنيت شورا غړي سوريې په اړه غونده کوي

Image caption د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پنځه دايمې غړي د سوريې په تړاو په نيويارک کې سره جرگه کېږي

د ملگرو ملتونو د امنيت شورا پنځه دايمې غړي په داسې حال کې په نيويارک کې سره جرگه کېږي چې د رپوټونو له مخې نړېوالو ته د سوريې د کيمياوي وسلو د سپارلو په تړاو روسيې خپل پلان امريکا ته ورکړى دى.

خو له روسيې سره اوس هم را دبره شوي ژور توپيرونه پر ځاى دي چې د فرانسې له لوري چمتو شوي پرېکړه ليک سره مخالفت کوي.

په دغه پرېکړه ليک کې د سوريې له لوري د ټولو شرايطو د نه پوره کېدو په حالت کې د دغه هېواد په وړاندې د سزايي اقدام گواښ هم شوى.

د بي بي سي خبريال وايي نن به د امريکا او روسيې د بهرنيو چارو د وزيرانو په کتنه کې يوۀ گډ دريځ ته د رسېدو لپاره جدي هڅې وشي.

خو د امريکا وتلى سناتور او د ولسمشرۍ د ټولټاکنو پخوانى نوماند جان مکين وايي له سرگې لاوروف سره د ښاغلي کري د کتلو په تړاو نه دى خوشاله

" په څرګنده توګه زه ډېر حیران یم چې ولې باید جان کېري جینیوا ته ولاړ شي او له لاوروف سره خبرې وکړي

ولې لاوروف ملګرو ملتونو ته نه راځي چې ټول پر یوه پرېکړه لیک سلا شي او هغه ومنل شي.

په امنیت شورا کې باید یو پرېکړه لیک ومنل شي.

ولې باید جان کېري جینیوا ته ولاړشي؟

ولې پوتین وویل چې موږ د زور له کارولو تېر شو، دا خو ناشونې ده.

نن ولې روسانو دا علان وکړ چې شاید پر سوریې توغندي وپلوري؟

وګورئ، زه په دې اړه ډېر شکمن یم او هیله لرم چې زما شک ناسم وي."

په همدې حال کې د ملگرو ملتونو سرمنشي پر غړو هېوادونو نيوکه وکړه چې د سوريې د کړکېچ په ختمولو کې پاتې راغلي.

برتانیا، امریکا او فرانسه غواړي چې د سوریې کیمیاوي وسلې دې تر نړیوال څار لاندې راشي.

دغه درې واړه هېوادونه د یوه داسې فرمان په لټه کې دي، چې د سوریې پرضد دې له زوره کار واخیستل شي، خو د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا د هر راز زور او ګواښ کارولو مخالف دی.

څارونکی پلاوی وايي، د ۲۰۱۱ له سپتمبر راهیسې یې ۲۰۹۱ مرکې کړې او زیاتره معلومات یې له هغو نژدې دوو میلیون سوري بې ځایه شویو وګړو ترلاسه کړي، چې د سوریې ګاونډیو هېوادونو کې کډوال شوي دي.

دغه څارونکې ډله به خپل رپوټ امنیت شورا ته سپاري، چې راتلونکې اونۍ به یې په اړه یوه خبري غونډه جوړه شي.

ورته مطالب