د سوريې کړکېچ: د م م راپور د کيمياوي وسلو بريد پخلی کوي

Image caption په داسې حال کې نړيوال په ډيپلوماټيکو خبرو لګيا دي، سوريه کې جګړه روانه ده

د م م سرمنشي بانکيمون وايي د دغه سازمان يو راپور چې اټکل دی راتلونکې اوونۍ خپور شي، "په پراخ ډول" به د دې پخلی وکړي چې تېره مياشت سوريه کې کيمياوي وسلې کارول شوې وې.

ښاغلي بان په دې اړه نور څه ونه ويل چې د دمشق غوطه سيمه کې د اګست ۲۱ مې پر دغه بريد څوک پړه دي، ځکه چې دا د راپور د څېړنې برخه نه ده.

خو ده دا خبره وکړه، چې د سوريې ولسمشر "پر بشريت ضد جرمونو" ګرم دی.

د امريکا او روسيې بهرنيو چارو وزيرانو پر يوه داسې پلان خبرې روانې ساتلې چې له مخې يې د سوريې کيمياوي وسلې خوندي کړی شي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګی لافروف يوې وياندې وويل د امريکا له بهرنيو چارو وزير جان کېري سره به خبرې روانې وي، او زياته يې کړه: "دوی پر يو څه ريښتينو چارو خبرې کوي."

"حساب کتاب"

واشنګټن او ملګري يې د سوريې پر حکومت تور لګوي چې په غوطه کې يې په يو کيمياوي بريد کې سلګونه خلک وژلي دي. د سوريې حکومت دا ادعاوې ردوي، او پړه يې پر مخالفو جنګياليو اچوي. ښاغلي بان وويل د ملګرو ملتونو موندنې به په دې اړه "يو پراخ راپور وي، چې کيمياوي وسلې کارول شوې دي."

ښاغلي بان د بړې ګوتې نيولو هېڅ يادونه ونه کړه، خو دا خبره يې وکړه چې د سوريې ولسمشر بشار الاسد "د بشريت ضد ډېر جرمونه ترسره کړي دي."

ښاغلي بان وويل "له همدې امله زه باوري يم کله چې هر څه بشپړېږي د حساب کتاب بهير به هم ورپسې وي."

د بي بي سي خبريال نېک برايانټ وايي ښاغلی بان داسې ښکارېده چې په دې خبر نه و چې څرګندونې يې خپرېږي.

خو خبرې يې د ملګريو ملتونو پر ټلوزيون ښودل کېدې.

د کيمیاوی وسلو جګپوړي پلټونکي اکې سېلسټروم اوس د دې پخلی کړی چې راپور بشپړ شوی دی.

ده وويل: "راپور شوی، خو دا چې کله وړاندې شي، د سرمنشي کار دی."

د ملګريو ملتونو يو جګپوړي ډيپلومات بي بي سي ته وويل چې ښاغلی بان به په نيويارک کې امنيت شورا ته د دوشنبې پر ورځ د راپور په اړه معلومات ورکړي.

ډيپلوماتانو ويلي راپور کېدی شي کومې خوا ته د پړې څرګنده ګوته ونه نيسي، خو د واقعيتونو راپور يې چې پر مځکه، د وينو اومتيازو پر بېلګو او هم له ډاکټرانو او عيني شاهدانو سره پر مرکو ولاړ دی، کېدی شي دې ته اشاره وکړي چې مسئوليت د چار پر غاړه دی.

ورته مطالب