اندونیزیا کې هېر شوي

Image caption د اندونیزیا د کډوالو چارو د تطبیق مشر ایدا باګوس ادنیانا بي بي سي ته وویل چې اندونیزیايي چارواکې ملامت نه دي.

هره کال زرګونه پناه غوښتونکي له افغانستان، سري لانکا، عراق او ایران څخه د ناقانونه او خطرناک سمندري سفرپه لړ کې استرالیا ته د رسېدو لپاره خپل هېوادونه پرېږدي.

دوی انساني قاچاق وړونکو ته زرګونه ډالر پیسې ورکوي. ګڼ یې تر منزله نه رسېږي او په زندانونو کې اچول کېږي.

د تېر جولای پر ۲۳ یوې لرګینې بېړۍ استرالیا ته پناه غوښتونکي کډوال لېږدول چې د اندونیزیا جاوا ټاپو کې تر نژدې لس کیلومتره سمندري سفر وروسته ډوب شوه.

۲۰ مسافر ووژل شول، چې لږترلږه شپږ پکې ماشومان وو. نژدې ۲۰۰ نور له سمندره راویستل شول، چې ګڼ یې په شاک حالت کې وو.

۲۷ کلنه فریبا (دا یې اصلي نوم نه دی)، د ژغورل شویو له ډلې وه.

په بېړۍ کې د نورو سپرو په شان هغه هم له ایرانه راغلې وه. هغه عرب نژاده وه، چې له خوستان ولایت څخه ده، دا وايي چې ټولنه یې ایران کې د عرب توکم پالنې ضد هدف ګرځېدلې.

دا ځکه خپل ځان نه شي معرفي کولی چې ګني پروړاندې به یې سخت غبرګون وښودل شي، که چېرې بېرته خپل هېواد ته ستنه شي.

"ما ټول څه له لاسه ورکړل، خپل پاسپورټ مې ورک کړ، پیسې مې ورکې کړې، په اوبو کې مې چې څه لرل، ټول مې ورک کړل".

هغه ځکه اندونیزیا ته تللې چې په ایران کې ورته ویل شوي وو له هغه ځایه استرالیا ته د بېړۍ سفر تر ټولو ښه موقع موندل کېږي.

"د اندونیزیا هواي ډګر کې یوه چا راته وویل که چېرې غواړئ استرالیا ته ولاړ شئ، نو به به هلته تګ کې له تاسو سره مرسته وکړم".

د ملامتیا لوبه

فعالین او پناه غوښتونکي وايي چې د خلکو د قاچاق مساله کې د اندونیزیا چارواکو فساد دوه برابره ډېر شوی، او له مسافرو د چارواکو تر جیبونو پورې د پیسو ډکې بټوې تبادله کېږي.

خو چارواکي دا ادعا ردوي. د اندونیزیا د کډوالو چارو د تطبیق مشر ایدا باګوس ادنیانا بي بي سي ته وویل چې اندونیزیايي چارواکې ملامت نه دي.

"دا امکان زه نه ردوم چې اندونیزیا کې داسې ډله شته چې دغو کسانو ته د انسان د قاچاق لاره هواروي، لکه کب نیوونکي، ځکه دوی ته پیسې ورکول کېږي ترڅو وهڅول شي چې په قاچاق راوړل شوي کسان د دوی بېړیو کې ولېږدول شي".

"خو د هېچا له خوا داسې کوم ثبوت نه شته چې د اندونیزیا د کډوالۍ خدمتونه دې په دغو شان اعمالو کې ښکېل وي. برعکس، زموږ چارواکي په عملي ډګر کې فوق العاده کار کوي".

Image caption استرالیا ته پر لار زیاتره پناه غوښتونکي له مرګه ډکو ګواښو نوسره مخامخېږي.

اندونیزیا د ملګرو ملتونو د کډوالو کنوانسیون نه دی لاسلیک کړی.

منتقدین وايي چې دا کار اندونیزیا ته دا لاره هواروي چې دا کار پخپله ګټه تمام کړي.

خو حکومت وايي چې تر خپله وسه ډېرې هلې ځلې یې کړې، د کډوالو کمپونو کې یې زرګونو پناه غوښتونکو لپاره کورونه ودان کړي تر هغو چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ چارو سازمان یې سره چاڼ کړي، په همدغو کورونو کې اوسېږي.

له ځورونو تېښته

بي بي سي ته جاکارتا کې د بندیانو د ساتلو ځای ته د ورتګ ځانګړې اجازه ورکړل شوې، او هلته یې د فریبا په شان له لسګونو نارینه او ښځینه بندیانو او پناه غوښتونکو سره کتلي دي.

د ماشومانو په ګډون بندیان لکه د ښکار شویو کبانو په څېر بسته بندي شوي دي. یوه ماشوم چیغې وهلې، خو مور یې د هغه د ارامولو هڅې کولې. هغې موږ ته وویل چې له یوې میاشتې راهیسې په دغه وضعیت کې ده، او هېڅ نه پوهېږي چې خوشې به شي او که نه.

د سري لانکا یوې بلې ښځې پرخپلې خېټې لاسونه نیولي وو او وايي دغه ځای ته هغه مهال راوړل شوه، له دوو میاشتو راهیسې میندواره وه، اوس یې درېیمه میاشت پوره کېږي.

خو کله چې له دوی وپوښتل شول، که چېرې لا له وړاندې له دا ډول وضعیت خبر شوي یاست، ایا دغه سفر او خطر ته به مو زړه کونج کړی وای؟ ټولو وویل هو، ځکه چې ډېر کسان له خپلو هېوادونو د ځورونو له کبله تښتي، او غواړي چې د خپلو کورنیو د ژوند ښه کولو لپاره دا ډول خطرونه یې قبول دي.

علي (چې اصلي نوم یې نه دی) د افغانستان له هزاره ګانو څخه دی.

"موږ دا ژوند نه دی اختیار کړی، زموږ کورنۍ په خطر کې دي. که چېرې تاسې زموږ پرځای وای، همدا کار به مو کړی وای".

کله مې چې له هغه وپوښتل، چې ایا د استرالیا له نوې تګلارې نه و خبر، چې په بېړیو کې راغلي کډوال پآپوا نیو ګیني ته د چاڼ کولو لپاره استوي، چې شاید څو کلونه وخت ونیسي؟

علي خپلې اوږې وڅنډلې: "زه له یوه کال راهیسې دلته یم. ځینې وخت داسې احساس کوو چې موږ هېر شوي یو. شاید د درېیو یا څلورو کالو لپاره بیا هم دلته پاتې شو. خو بله هېڅ چاره نه لرو".

په کمپ کې هر اوسېدونکي غوښتل، چې د خپل سفر کیسه وکړي.

ورته مطالب