هند په زبرزنا تورن په مرګ محکوم کړل

Image caption په روانه اوونۍ کې څلور واړه تورن (موکش سینګ، وینې شرمه، اکشې تهوکران او پاوان کوپتا) مجرم ګڼل شوي وو.

په هند کې یوې محکمې د هغو څلورو کسانو د اعدامولو پرېکړه کړې، چې نهه میاشتې وړاندې یې نوي ډيلي کې پر یوه بس کې پر یوې ۲۳ کلنې محصلې ډله ییز جنسي تېری کړی، چې بیا وروسته محصله مړه شوه.

دغې قضیې ته یوې ځانګړې محکمې بالاخره له څو اوونیو وروسته د جمعې پر ورځ خپله وروستۍ پرېکړه وکړه.

په روانه اوونۍ کې څلور واړه تورن (موکش سینګ، وینې شرمه، اکشې تهوکران او پاوان کوپتا) مجرم ګڼل شوي وو.

د دغې محاکمې قاضی یوګېش خانّا وویل، دا یوه فوق العاده پرېکړه وه.

په تېر دسمبر کې پر ۲۳ کلنې محصلې نوي ډیلي کې پر یوه بس کې ډله ییز جنسي تېری وشو، چې دوې اونۍ وروسته د ټپونو له کبله مړه شوه.

تر دغې پېښې وروسته هند کې د جنسي کوونکو پرضد پراخې مظاهرې وشوې، چې حکومت یې د جنسي تېري کوونکو پرضد یو لړ نویو قوانینو جوړولو ته اړ کړ.

د جمعې پر ورځ قاضي وویل، چې په دغه برید سره د هندوستان نوم سخت بد شوی دی، چې په وینا یې "محکمه د دا ډول جرمونو پروړاندې غافله نه شي پاتې کېدای".

هغه دا هم ویلي چې "دغه قضیه ډېره حساسه ده، همدا وو چې مجرمینو ته محکمې د مرګ سزا واوروله".

یوه تورن کس، وینې شرمه د محکمې د پرېکړې اورېدو پرمهال په چیغو-چیغو ژړل.

وړاندې، لاریون کوونکو د محکمې له ودانۍ بهر د څلورو واړو تورنو د اعدامېدو غوښتنې کولې.

قوانین

د هند حکومت تېر مارچ کې د داسې جنسي تېري مجرمینو ته د اعدام سزا نوي قوانین وضع کړل، چې قرباني شوی یې له کبله ومري.

Image caption یوه تورن کس، وینې شرمه د محکمې د پرېکړې اورېدو پرمهال په چیغو-چیغو ژړل.

په دغو قوانینو کې دا هم راغلي، که چېرې قرباني شوی ورک شي، او تورن وموندل شي، باید اعدام شي، خو هند کې یې عملي کول ډېر کمساري دي.

په نویو قوانینو کې هغه کسان هم مجرمین ګڼل کېږي، چې نورو جنسي تېری کوونکو ته په کتلو سره له جنسي تېریو او جنسي اعمالو خوند اخلي.

د تېر اګست پر ۳۱ مه هم محکمې پر هغه یوه ځوان د درېیو کلونو بند سزا وخېژوله، چې په جنسي تېري کې یې لاس درلود.

خو په تېر مارچ کې بیا په جسني تېري پنځم بندي زندان کې د ننه مړ وموندل شو.

چارواکو وویل، چې هغه خپل ځان وژلی، خو کورنۍ یې وايي، چې هغه وژل شوی دی.

د تېرو څو کلنو را په دې خوا د ښځو پر وړاندې د جرمونو په زیاتېدو سره په ټول هندوستان کې دا غوښتنه کېږي چې په ټولنه کې باید د ښځو ښه ساتنه وشي.

ورته مطالب