'سومالیا کې لوېديځ جهادیان وژل شوي'

Image caption الامریکي او اسامه البریطاني سومالیا کې د پېژندل شوي اسلام پالي شیخ حسن اویس له ډلې وو، چې له الشباب ډلې جلا فعالیت کوي.

سومالیا کې عیني شاهدانو بي بي سي ته ویلي، چې د الشباب سخت دریځې ډلې یو پاکستان الاصله برتانوی جنګیالی او یو امریکایی جګړه مار وژل شوی.

په وژل شویو کې د یوه نوم عمر حمامي جو الامریکي ښوول شوی.

دواړه د سومالیا پلازمېنه موګادیشو ته نژدې یوه کلي کې د الشباب ډلې له خوا د جمعې پر ګهيځ برید کې وژل شوي.

دواړه وژل روان کال کې له الشباب ډلې جلا شول.

وړاندې امریکا د الامریکي د نیولو یا د هغه په اړه د معلوماتو وړاندې کولو ته پنځه میلیونه امریکايي ډالر جایزه اعلان کړې وه.

الامریکي او اسامه البریطاني سومالیا کې د پېژندل شوي اسلام پالي شیخ حسن اویس له ډلې وو، چې له الشباب ډلې جلا فعالیت یې کاوه.

وايي، الامریکي به جهادي ترانې جوړولې او بیا به یې پر یوټیوب وېبپاڼه خپرولې.

د الامریکي مخکنۍ ګرل فرېنډ ویلي، چې د هغه پلار د سوریې سني مسلمان دی او مور یې عیسوۍ ده.

هغه په ۲۰۰۶ کال سومالیا ته تللی او له الشباب ډلې سره یوځای شوی دی.

خو د اسامه البریطاني په اړه ډېر معلومات نه شته.

د برتانیا حکومت ویلي، چې سومالیا کې د اسامه په شتون خبر دي، خو د وژل کېدو په اړه یې څه نه شي ویلی.

ورته مطالب