چین درې اویغور مسلمانان اعداموي

Image caption په دغه ولایت کې اویغوري مسلمانان –چې تر ډېره ترکي ژبه وايي- حکومت د دوی پر هر راز مذهبي، کلتوري او ژبنیزو فعالیتونو بندیز لګولی.

د چین سینکیانګ ولایت یوې محکمې د لسګونو کسانو وژنه کې د لاس لرلو په تور درو اویغور مسلمانانو ته د اعدام سزا اورولې او څلور یې په ۲۵ کلونو بند محکوم کړی.

پر دغو کسانو تور دی، چې د تېر جولای هغو خونړیو نښتو کې یې لاس درلود، چې لسګونه کسان پکې ووژل شول.

محکمې څلور واړه تورن په "ترهګریزو" فعالیتونو مجرم ګڼلي، چې د بشري حقونو د سازمانونو په وینا د اویغور مسلمانانو پرضد د حکومت دا کړنه د غندلو ده.

د چین رسمي خبري اژانس "شینخوا" ویلي چې "تورنو په یو لړ ناقانونه دیني فعالیتونو کې" لاس درلود، چې په وینا یې سیمه کې یې "مذهبي توندلاري" خپروله.

محکمې ادعا کړې، چې تورنو کسانو د بریدونو لپاره د "ترهګرو یوه ډله" جوړه کړې ده.

چین په تېر جولای کې هغه مهال، چې په یوه برید کې لږترلږه ۳۵ کسان ووژل شول، ویلي وو چې دا کار یوې "مذهبي سخت دریځې ډلې" کړی دی.

دغه پېښه له ۲۰۰۹ کال راهیسې په سیمه کې تر ټولو ډېره خونړۍ هغه وه.

د سینکیانګ مرکز اورومچي کې د اویغور مسلمانانو او هان چینايي قومي خلکو ترمنځ نښتو کې نژدې دوه سوه کسان ووژل شول.

په دغه ولایت کې اویغوري مسلمانان –چې تر ډېره ترکي ژبه وايي- حکومت د دوی پر هر راز مذهبي، کلتوري او ژبنیزو فعالیتونو بندیز لګولی.

خو بیجینګ ادعا کوي، چې اویغوریانو ته یې پراخې ازادۍ ورکړې، بلکې په وینا یې له خپل مور هېواده د جلا کولو په پلمه له "سخت دریځۍ" ګټه اخلي.

ورته مطالب