الظواهري پر امریکا د نورو بریدونو ګواښ کړی

الظواهري
Image caption الظواهري پخپله وینا کې ټینګار کړی، چې خپلې نړیوالې ترهګرۍ ته به دوام ورکړي.

د القاعدې شبکې مشر ایمن الظواهري د سپتمبر د یوولسې د بریدونو ۱۲ کلیزې پوره کېدو په پلمه خپل پیغام کې پر امریکا د بریدونو ګواښ کړی.

نوموړي ويلي، چې له امریکا سره دې اقتصادي راکړه ورکړه بنده شي.

الظواهري ویلي، چې پر امریکا د برید لپاره یې لا وخت نه دی ټاکلی.

نوموړي پخپله ۷۲ دقیقه ییزه وینا کې، چې د سخت دریځو پر ځینو وېبپاڼو خپره شوې ده، ویلي چې "له امریکا سره د اقتصادي راکړې ورکړې غوڅولو ته باید دوام ورکړو، ځکه چې د دغه هېواد د اقتصاد کمزورتیا د دوی امنیتي او پوځي حالت څپ څپانده کېدو لامل ګرځي".

نوموړی دا هم ویلي چې "امریکا له ډېر وخت راهیسې د خپ او ترپ جګړه کوي، په عراق، افغانستان، سومالیا او یمن کې موږ امریکا ته پوره ماتې ورکړې ده، ان پخپله خاوره کې به هم ماتې ورکړو".

الظواهري پخپله وینا کې ټینګار کړی، چې خپلې نړیوالې ترهګرۍ ته به دوام ورکړي.

د القاعدې دغه اوسني مشر د امریکا بوسټن ښار چاودنو ته په اشارې ویلي "دغې پېښې امریکایانو ته ثابته کړه، چې دوی څرنګه وغولول شول، ښکاره حقیقت یې له سترګو څرنګه پټ کړای شو".

الظواهري-چې ورور یې د مصري لیرې شوي ولسمشر محمد مرسي د ملاتړ په تور بندي شوی- د مصر په اړه ویلي چې "هر قانوني حکومت د دیموکراسۍ له لارې نه، بلکې د شریعت له لارې راځي".

په دغه تازه وینا کې نوموړي ویلي چې د القاعدې شبکې غړي "ترهګر او د وینو تږي نه دي"، بلکې له خپلو ملاتړو یې غوښتي چې "اسلامي هېوادونو کې د اسلامي حکومت د جوړېدو لپاره خپل اړیکي او فعالیتونه سره هغږي کړي".

ورته مطالب