ارجټين هغه زلمی هکر نيولی چې د مياشتې يې ۵۰ زره ډالر ګټل

Image caption ويل کېږي ارجنټيني زلمي زرګونه کمپيوټرونه هک کړي وو او د درېيم اړخ (پراکسي) په توګه يې کارول

په ارجنټاين کې پوليسو يو ۱۹ کلن زلمی نيولی چې د هکرانو يوې ډلې په مشرۍ تورن و، چې د پيسو نړيوال لېږد او قمار وېبپاڼې يې په نښه کولې.

پوليس وايي دغه زلمی چې "سوپر هکر" بلل شوی، په بوينوس ايرس کې يې د خپلې خوب کوټې نه په کار د مياشتې ۵۰ زره ډالر ګټل.

د نيونې عملياتو کې د دغه زلمي ګاونډ ټولې سيمې برېښنا پرې شوې چې د حساسو معلوماتو له منځه وړو مخنيوی وشي.

پوليس وايي پر دغه زلمي د کړۍ تنګولو او ورنژدې کېدو چارې د دوی يو کال وخت نيولی دی.

دغه زلمی په بوينوس ايرس کې له خپل پلار سره اوسېده چې د کمپيوټر کارپوه دی.

چارواکو د دغه زلمي خونه کې د لوړې کچې وړتيا کمپيوټرونه موندلي دي.

دغه هکرانو د ادعا له مخې د ناوړه پروګرامونو له بريدونو کار اخيستی، چې د زرګونه زومبي کمپيوټرونو يو شبکه جوړه کړي، چې دا بيا پرته له دې چې تر شا د څار کوم اثر يا ليکه هم پرېږدي په ناقانونه توګه له حسابونو د پيسو لېږد کې کارول شوې ده.

د پوليسو عملياتو کې په پلازمېنه او هم شمال لور د شاوخوا ۳۰۰ کيلومترۍ واټن روزاريو ښار کې پنځه چاپې شوملې وې.

پر دغه ځوان سړي د دريو جرمونو تور دی، او که پر دغو ټولو تورونو محکوم شي نو کېدی شي د څه د پاسه ۱۰ کلونو بند سزا سره مخامخ شي.