فليپينی پوځ د اسلامپالو پرضد پرمختگ کوي

Image caption پوځ وايي په نښتو کې څه د پاسه ٥٠ کسان وژل شوي او شاوخوا شپېته زره نور بې ځايه شوي دي

د فليپين چارواکي وايي حکومتي ځواکونه د زمبوانگه ښار چې له تېرې دوشنبې راهيسې د وسلوالو ياغيانو په ولکه دى، په ځينو برخو کې پرمختگ کوي.

پوځ وايي په نښتو کې څه د پاسه ٥٠ کسان وژل شوي او شاوخوا شپېته زره نور بې ځايه شوي دي.

تېره دوشنبه سهار مهال مورو ملي آزادي پالې ټلوالې پورې تړلي نږدې ٢٠٠ وسلوال وگړي پر دغه ساحلي ښار ور ودانگل.

ام ان ال اف (د مورو آزادي پاله ټلواله) يو له هغو گڼو ډلو څخه ده چې د فليپين په سوېلي مندناو ټاپو کې له لسيزو راهيسې د حکومت په وړاندې جگړه کوي.

د زمبوانگه کړکېچ لامل شو چې د فليپين ولسمشر بنينو اکوينو او د هغه مرستيال دواړه د جگړې د ختمولو په هڅه دغه ښار ته ورشي.

دوى دواړه د خبرو اترو له لارې يوۀ اوربند ته د رسېدو پر اړتيا ټينگار کوي چې د ولسي وگړو مرگ ژوبله تر ټولو ټيټې کچې ته راوړي.

خو فليپينى پوځ او د زمبوانگه ښاروال ټينگار کوي چې ياغيان دې وسله پرېږدي او ځانونه دې دوى ته وسپاري.

دا شپږمه ورځ ده چې د دواړو غاړو تر منځ د درنو وسلو ډزې تېرو بېرېږي او ظاهرا" پوځيان د هغو وگړمېشتو سيمو په لور پرمختگ کوي چې وسلوالو نيولي دي.

دا لا نه ده مالومه چې ياغيانو دغې سيمې ته په دغه بڼه ورتگ څخه چې د پام وړ خو ډېره گران بيه ورته پرېوت، څه ترلاسه کول غوښتل.

دغه وسلوال کسان په ام ان ال اف کې د يوې ډلې غړي دي چې ماڼيجنه ده د سولې له هغو وروستيو خبرو اترو نه د باندې پرېښوول شوې چې حکومت له يوه په پرتله ييز ډول لويې اسلامپالې ياغي ډلې سره پرمخ وړي.

ورته مطالب