د عراق تاوتريخوالی: بمي چاودنو د عراق لروبر ويجاړي کړې

Image caption عراق کې تېرو څو مياشتو کط د تاوتريخواي پېښو زور اخيستی

د بمي چاودنو يوې تازه څپې د عراق لروبر څه د پاسه ۴۰ کسان وژلي، چې د چارواکو په وينا ډېرو کې يې شيعه مېشتې سيمې په نښه شوې دي.

تر ټولو مرګې چاودنه د پلازمېنې بغداد جنوب حله ښار کې شوې، چې له يوه بازار سره په کې دوو موټر بمي چاودنو لږترلږه ۱۵ ملکيان ووژل.

نورې بمي چاودنې په خپله په پلازمېنه بغداد، او هم د دغه هېواد جنوب بصره، ناصريه او کربلا کې شوې دي.

په تېرو څو مياشتو کې فرقه ييز تاوتريخوالی زيات شوی، چې له ۲۰۰۸ کال راهيسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

د ملګریو ملتونو شمېرو له مخې سږ کال تر دې دمه په عراق کې څه د پاسه ۵۰۰۰ وګړي وژل شوي، چې ۸۰۰ يې يوازې په تېر اګست وو.

زوی ټپي شوی

په حله کې چې د بغداد جنوب ۹۵ کيلومترۍ کې ده، پوليس وايي دوه درول شوي موټر بمونه له يو بوخت بازار سره په يوه وخت کې وچاودېدل.

ابو احمد چې د بقالۍ پلورنځی لري رويټرز خبری اېجنسۍ ته ويلي دی هغه مهال له خپل پلورنځی وتلی و چې دواړه چاودنې وشوې.

ده وويل: "ومې ځغستل چې خپل زوی وګورم چې زما پر ځای پلورنځي کې ناست و، د ډېرو نورو مړو ترمنځ مې په وينو لړلی وليد. زما د پلورنځي هېڅ اثر هم نه دی پاتې."

په ځينو نورو بريدونو کې:

  • د پلازمېنې جنوب ۵۰ کيلومترۍ اسکندريه کې، د موټرونو تم ځای سره موټر بم چاودېدلی، پوليس وايي ۴ کسان يې وژلي او ۹ نور يې ټپيان کړي دي
  • يو بل بم د کربلا صنعتی سيمه کې چاودېدلی چې لږترلږه ۴ کسان يې وژلي
  • کوت چې ډېری شيعه مېشته ښار دی، دننه او شاوخوا يې ۹ کسان مړه شوي
  • په جنوبي بصره او ناصريه ښارونو کې ۸ کسان وژل شوي
  • په بغداد کې د امنيت ساتنې ۳ کسان هغه مهال ووژل شول، چې د ډېری سني مېشته اعظميه سيمې نه د ولايتي شورا مشر کاروان تېرېدو پر مهال موټر بمي چاودنه وشوه. دوه نور ملکيان بيا هغه مهال ووژل شول چې د بغداد لوېديځو څنډو کې د پوليسو پر ګزمې بمي چاودنه وشوه.

د تاوتريخوالي پر دغو تازه پېښو سربېره د شنبې پر ورځ څه د پاسه ۲۰ کسان هغه مهال مړه شول چې يوه ځانمرګي د نيناوا مرکزي ښار موصل سره نژدې د شباک فرقې د يوې جنازې مراسم په نښه کړل. شباک چې شاوخوا ۵۰۰۰۰ وګړي لري، ډېری يې د شيعه ګانو يو څانګې دي، او په پرله پسې توګه د سنيانو له لوري په نښه کېږي.

او د جمعې په ورځ لږترلږه ۳۰ کسان د بعقوبه مرکزي ښار کې د سنيانو پر يوه جومات بريد کې ووژل شول.

ورته مطالب