غواګانې له انټرنېټ سره ونښلول شوې

Image caption د زراعتي فارم یوه بزګر وویل چې دی یوازې د ورځې له خوا کولای شي خپل څاروي ۱۸ ساعته وڅاري خو یو کمپیوټر ۲۴ ساعته څارنه کوي.

په انګلستان کې یو کرنیز فارم خپلې غواوې له انټرنېټ سره نښلولې، چې بزګران وکولای شي ناروغه غواوې ومومي.

د غواوو د څرک معلومولو دغه پروژه د راډیويي سیګنال په وسیله کارکوي.

یوه کوچنۍ وسيله یا ټګ چې کمپیوټر ته سیګنال استوي، د هرې غوا په غاړه نښلول شوې وي.

ډاکتره زو بېکر، چې د دې پروژې څېړونکې ده، وایي:

''زه د یوې څېړونکې په توګه پر دغې پروژې چې د غواوو د څرک معلومولو لپاره ده کار کوم، د غواوو د غاړې بند باندې هغه وسيله چې راډیويي سیګنال کمپیو ټر ته لیږي نښلوم چې دغه غواوې معلومي کړو که د دوی په چلند کې توپیر راځي دا به د بزګرانو سره مرسته وکړي چې ناروغه غوا ژر وپېژني. او درملنه یې وکړي''.

دا لومړی ځل دی چې په برتانیا کې له دې ټکنالوژۍ د څارویو لپاره کار اخیستل کیږي او کېدای شي له دې لارې د بزګرانو په عادي کار کې هم ډېر تغییر راولي.

د کمپیوټر دغه پروګرام به د غواوو ټول ورځني فعالیتونه څاري، لکه: څه وخت یوه غوا شېدو ته ځي، څه وخت بدیږي، خوراک کوي، اوبه څښي او داسي نور.

که چېرې په دغه کارونو کې کوم بدلون راځي یا یوه غوا له خپل عادي حالت نه زیات خوب کوي، نو د کمپیوټر څخه یو لیکلی پیغام د فارم د خاوند ټیلېفون ته لېږل کیږي او بیا هغه کولای شي وګوري چې د تغییر علت څه دی که غوا ناروغه وي درملنه یې پر وخت وکړي.

د زراعتي فارم یوه بزګر وویل چې دی یوازې د ورځې له خوا کولای شي خپل څاروي ۱۸ ساعته وڅاري خو یو کمپیوټر ۲۴ ساعته څارنه کوي.

له دغه نوي سیسټم به کرنیز فارمونه ډېره ګټه پورته کړي او شاید په نورو برخو کې هم له دې ټکنالوژۍ کار واخیستل شي.