دلیپ کومار (یوسف خان) روغتون کې بستري شوی

Image caption دلیپ کومار د پنځوسمو او شپېتمو کلونو پر مهال د هندي سینما د لومړي کتار لوبغاړی وو.

د هندي سینما مشهور ستوری دلیپ کومار ( یوسف خان) ناڅاپه ناروغ شوی او د ممبۍ په لیلاوتي روغتون کې بستري شوی دی.

د نوموړي مېرمن سایره بانو د هغه پالنه کوي.

د سایره بانو اداري مدیر مرشد، بي بي سي ته وویل چې د یکشنبې په ګهیځ دلیپ کومار ناارامي محسوسوله:

" له هغه وروسته سایره بانو هغه لیلاوتي روغتون ته ولېږداوه او ډاکټرانو د هغه حالت ته په کتو نوموړی په روغتون کې بستري کړ."

دلیپ کومار د ډاکټرانو تر درملنې لاندې دی او بېلابېل معاینات یې تر سره کېږي.

ویل کېږي چې د نوموړي د معایناتو پایلې به د دوشنبې په ورځ څرګندې شي.

۹۰ کلن دلیپ کومار له خپلې مېرمنې سایره بانو سره د ممبۍ په باندره، پالي هیل سیمه کې اوسي.

دلیپ کومار د هندي سینما له ډېرو مشهورو ستورو څخه یو بلل کېږي.

نوموړي په یو شمېر هندي فلمونو کې د غوره رول لوبولو له کبله ډېرې جایزې تر لاسه کړې دي.

د پنځوسمې او شپېتمې میلادي کلونو په موده کې نوموړی د هندي فلمونو د لومړي کتار په فلمي لوبغاړ کې شمېرل کېده.

ورته مطالب