سوریې په اړه د برتانیا، امریکا او فرانسې غونډه

Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل د سوریې د اوسني رژیم په وړاندې باید یو بشپړ او قاطع پرېکړه لیک وړاندې شي.

امریکا، فرانسه او برتانیا په دې سره سلا شوي چې د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو لپاره په ملګرو ملتونو کې یو قاطع پرېکړه لیک وړاندې کړي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په پاریس کې د امریکا او برتانیا د بهرنیو چارو له وزیرانو سره له خبرو وروسته وویل چې د سوریې د کیمیاوي وسلو د له منځه وړلو لپاره باید یو روښانه مهال وېش وټاکل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري زیاته کړه چې د سوریې د اوسني رژیم په وړاندې باید یو بشپړ او قاطع پرېکړه لیک وړاندې شي.

"موږ چې په جینیوا کې پر کومو ټکو سره سلا شوي وو اوس باید هغه د ملګرو ملتونو له خوا د یو پرېکړه لیک په توګه وړاندې شي. یو داسې پرېکړه لیک چې قاطع او د عملي کولو وړ وي. باید روښانه وي او د وروستیو پېښو مسولین په ګوته کړي.دا ټولې خبرې مهمې دي. خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې پرېکړه لیک باید تطبیق شي."

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر لاورنټ فابیوس وویل درې واړه لوري پر دې سلا شوي چې په سوریه کې د سولې لپاره یو نړیوال کانفرانس را وغواړي.

"موږ به په راتلونکو اوونیو کې هم خپلو هڅو ته دوام ورکړو تر څو دا ستونزه له یوې سیاسي لارې حل شي. له هغو ټولو هېوادونو سره به په ګډه کار کوو چې د جینیوا د تړون ملاتړ کوي. دا کوښښ به هم کوو چې په سوریه کې مخالفې ډلې پیاوړې کړو. بلکې د ملګرو ملتونو په راتلونکې سرمشریزه کې به د سوریې د ټولو اپوزیسیون ډلو یوه غونډه راوبولو."

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هېګ هم د سوریې پر حکومت غږ کړی چې له جدیته کار واخلي.

نوموړي وویل د ولسمشر اسد رژیم باید د ملګرو ملتونو له خوا وړاندې شوی پرېکړه لیک ومني او د تېښتې لار ونه لټوي.

"د دغو وسلو په اړه روانې خبرې باید لوبه ونه ګڼل شي. ښاغلی کېري چې له روسیې سره کومې هوکړې ته رسېدلی هغه ډېره مهمه ده. دا هم مهمه ده چې د اسد رژیم د کیمیاوي وسلو ضد نړېوال کانوانسیون کې شامل شي. موږ باید د یو پرېکړه لیک له لارې خپلې ژمنې پر ځای کړو."

د سوریې حکومت تېره اوونۍ د کیمیاوي وسلو ضد نړېوال کانوانسیون کې هم د شاملېدو پرېکړه وکړه، چې د راتلونکې میلادي میاشتې له ۱۴مه به پلي شي.

ټاکل شوې د ملګرو ملتونو څارونکې ډله به په دغه هېواد کې د کیمیاوي وسلو د کارېدنې په اړه خپل رپوټ هم خپور کړي.

د سوریې غبرګون

تېره ورځ ( د سپتمبر ۱۵ )د سوریې حکومت د ملګرو ملتونو تر څارنه لاندې د دغه هېواد د کیمیاوي وسلو له منځه وړلو اړوند هوکړه لیک، چې امریکا او روسیه پرې یوه خوله شوي، د خپل هېواد لپاره یوه بریا وبلله.

د روغې جوړې لپاره د سوریې وزیر علي حیدر ویلي، دا به سوریایانو سره له کړکېچه وتلو او جګړې ختمولو کې مرسته وکړي.

د نوموړې دغه څرګندونې د روسيې له خبري اژانس ریانوویستي سره مرکه کې داسې مهال مخې ته راغلې، چې د هوکړه لیک د خوندیتوب لپاره نړېوالې دیپلوماتیکې هڅې دوام لری.

له دې مخکې د امریکايي ولسمشر بارک اوباما د امریکا او روسیې ترمنځ د هغه تړون هرکلی وکړ، چې د سوریې وسلې باید د ۲۰۱۴ کال تر نیمايي پورې د یوه تړون له مخې یا له منځه یووړل شي او یا هم لرې شي. اوباما دا "یومهم" ګام وباله.

امريکا او روسيې پر يو داسې تړون سلا کړې چې له مخې يې بايد د سوريې کيمياوی وسلې د ۲۰۱۴ کال تر نيمې يا ويجاوړې او يا هم لرې شي.

د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کېري د ۶ ټکيو يو داسې چوکاټ په ډاګه کړ، چې له مخې يې بايد سوريه په يوه اوونۍ کې د خپلو وسلو زېرمو يو نوملړ وسپاري.

که سوريه دې غوښتنې ته په غاړه ايښودو کې پاتې راځي، نو دغه تړون به د ملګريو ملتو يو پرېکړه ليک له لارې پلی کېږي، چې د بنديزونو لګولو يا پوځي ځواک کارولو ګوتڅنډنې ملاتړ به هم ورسره وي.

امريکا وايي د سوريې نظام تېره مياشت د دمشق څنډو کې د غازو يو بريد کې سلګونه کسان وژلي دي.

د امريکا او روسيې بهرنیو چارو وزيران د جينيوا خبري کنفرانس پر مهال خوښ وو

د بشار الاسد حکومت دغه ادعاوې ردوي او پر مخالفو جنګياليو يې تور لګولی چې د اګست ۲۱ مې دغه بريد دوی کړی دی.

ورته مطالب