جنوبي او شمالي کوریا ګډه صنعتي سیمه پرانیزي

Image caption دغه صنعتي سیمه اپریل میاشت کې تړل شوې وه.

شمالي او سوېلي کوریا د پولې په شمالي غاړه کې د کایسونګ په نامه ګډه صنعتي مېنه بېرته پرانېزي.

دغه ښارګوټی په اپرېل میاشت کې په کوریا ټاپووزمه کې د شخړو له زیاتېدو وروسته تړل شوی و.

له سوېلي کوریا نه د هغو موټرو اوږدې لیکې شمالي کوریا ته وراوښتي، چې کایسونګ ته یې کارکوونکي لېږدول.

دغو کارکوونکو د کایسونګ صنعتي مېنې په بیا پرانېستل کېدو خپله خوښي څرګنده کړه. یوه کارکوونکي ویل:

"زه ډېر خوښ یم، چې دا صنعتي مېنه بېرته پرانېستل شوه او زه اوس کولای شم، چې بېرته هلته لاړ شم. زه ډېر خوشاله یم، چې بیا کار پیلوم. او زه هیله لرم، چې دا کار به په راتلونکي کې هم روان پاتې شي."

د تېرې چهار شنبې په ورځ د سوېلي کوریا حکومت له اوږدو خبرو وروسته وویل، دوی هوکړه کړې چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ له شمالي کوریا سره دغه ګډه صنعتي مېنه بېرته پرانیزي.

د شمالي کوریا په کایسونګ ښار کې دغه صنعتي مېنه په اپرېل میاشت کې د دواړو هېوادونو تر منځ د شخړو له زیاتېدو وروسته تړل شوې وه.

تېره میاشت د دغې ګډې پروژې پر پرانېستلو هوکړه شوې وه، خو نېټه یې نه وه ټاکل شوې.

د دواړو کوریاګانو تر منځ د همکارۍ ادارې په دغو خبرو اترو کې مرسته کړې ده.

د دې ادارې مشر کېم کي وونګ په دې اړه نور جزیات ورکړل:

" دغه صنعتي مېنه به د سپتمبر له شپاړسمې کار پیل کړي. په دې سره به فعالیتونه په عادي ډول روان شي. هغه سوداګر چې په دې ځای کې کار کوي، ډېر هیله من وو چې دلته به کارونه بېرته پرانېستل شي."

د شمالي کوریا په سرحدي سیمه کایسونګ کې د سوېلي کوریا د کابو سلو شرکتونو کارخونې موجودې دي، چې پخوا د دواړو کوریاګانو تر منځ د همکارۍ سمبول ګڼل کېده.

ورته مطالب