"ایران کې پر فېس بوک او ټوېټر بندیز لرې شوی"

Image caption ایران کې د انټرنېټي خدمتونو وړاندې کوونکو کمپنیو مشتریان وايي، د دوشنبې په ورځ یې له هر ډول فلټر پرته دغه پاڼې ولیدې.

ایران کې د انټرنېټ کاروونکي وايي، له ۲۰۰۹ راهیسې یې لومړی ځل، په ازادانه توګه فېس بوک، ټوېټر او نور ټولیز ویب سایټونه کاروولي دي.

د ۲۰۰۹ کال په اوږدو کې د هغه مهال ایراني حکومت د مخالفو ګوندونو د مظاهرو اغېز کمولو لپاره پر دغو ویب پاڼو بندیز لګولی و.

ایران کې د انټرنېټي خدمتونو وړاندې کوونکو کمپنیو مشتریان وايي، د دوشنبې په ورځ یې له هر ډول فلټر پرته دغه پاڼې ولیدې.

د ایراني حکومت له لوري پر دغو پاڼو د بندیز لرې کولو په باب په رسمي توګه څه نه دي ویل شوي او خبریالان وايي، دغو پاڼو ته لاسرسی د تخنیکي تېروتنې پایله هم کېدای شي.

بل لور ته د مدني حقونو لپاره مبارزه کوونکي سازمان "الیکټرانیک فرنټیر فاونډېشن" کې د بیان د نړیوالي ازادي برخې رییس جلیین یارک، رویټرز خبري اژانس ته وویل، چې داسې رپوټونه یې تر لاسه کړي، چې په ظاهره دغه بندیز لرې کړل شوی دی.

د نوموړي په وینا ایران کې نه یوازې ټویټر او فېس بوک ته لاسرسی شونی شوی، بلکې ځینو نورو پاڼو ته هم لاس رسی کېږي، چې په کې "د نېشنل ایرانین امریکن کونسل" په څېر سازمانونو پاڼه هم شامله ده.

د ایران نوي ولسمشر حسن روحاني ژمنه کړې، چې په هېواد کې شته سخت سانسور قوانین به نرم کړي.

د نوموړي د کابېنې یو شمېر وزیرانو هم پر فېس بوک او ټوېټر پاڼو اکاونټونه جوړ کړي.

د ایران ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د روانې میاشتې په اوږدو کې یهودانو ته د دوی د نوي کال په مناسبت د مبارکۍ پیغام وړاندې کړ.

ورته مطالب