افغان ولسمشریزو ټاکنو کې د ځوانانو ونډه

Image caption د سرشمېرنې اټکلونه ښيي چې د افغانستان کابو ۶۸ سلنه نفوس ځوانان تشکیلوي چې د ۲۵ کالونه ټیټ عمر لري.

په ۲۰۰۸م کال کې چې د امریکا اوسني ولسمشر بارک اوباما د خپلې لومړۍ دورې ټاکنیز کمپاین کاوه، زه په پوهنتون کې محصله وم.

د اوباما د کمپاین ډلې د ډېرو خلکو او په تېره بیا د ځوانانو پام ځان ته اړولی و.

د اوباما د بریالیتوب له لاملونو یو یې هغه ته د ځوانانو له خوا رایه ورکول و. د ده په کمپاین کې له نورو ډېر ځوانانو ګډون درلود.

زموږ د پوهنتون ځینو محصلینو هم هغه ته افتخاري کار کاوه. دغه ځوانان به د پوهنتون په ګوټ ګوټ کې کېناستل، محصلین یې رایه ورکولو ته هڅول، چا چې د رایو لپاره نوم لیکنه نه وه کړې هغوی یې راجسټر کول، خلکو ته یې ټیلیفونونه کول چې رای ورکولو ته یې وهڅوي، او کله چې د ټاکنو ورځ راغله، دې افتخاري کارکوونکو ځوانانو، رایه ورکوونکي په خپلو موټرو کې د رای ورکولو مرکزونو ته رسول.

اوباما د بدلون نارې وهلې اوله ځوانانو یې غوښتل چې د هغه سره د دغه بدلون په منځ ته راوړو کې مرسته وکړي، او د ځوانانو د ملاتړ خپلولو په موخه یې د خپل کمپاین په غونډو کې اکثره د ځوانانو په ستونزو خبرې کولې.

دی د ځوانانو په خپلولو کې بریالی و، څېړنې ښیي چې د امریکا اکثره ځوانان په سیاست کې ډېر ښکېل نه دي خو په دې تېرو دوو ولسمشریزو ټاکنو کې د ځوانانو برخه د پام وړ وه، او جوته ده چې لامل یې ټاکنو ته د ځوانانو د هڅولو لپاره د ښاغلي اوباما بریالی کمپاین و.

همدغه کار په افغانستان کې هم په یو بله بڼه کېدای شي چې یو مثبت بدلون راولي.

دا واضحه خبره ده چې د امریکا او افغانستان تر منځ ډېر توپیرونه شته خویو مثبت ټکی چې افغانستان ته پر امریکا برتري ورکوي، هغه د ځوانانو ډېر والی دی، د افغانستان د نفوس تر نیمايي زیاته برخه ځوانان دي.

دغه ځوانان د امریکا له ځوانانو ډېرې ستونزې لري، او سیاست یې په مخامخ ډول اغېزمنوي، نو کېدای شي په ټاکنو کې یوه ګټور رول لوبولو ته وهڅول شي.

د سرشمېرنې اټکلونه ښيي چې د افغانستان کابو ۶۸ سلنه نفوس ځوانان تشکیلوي چې د ۲۵ کالونه ټیټ عمر لري.

دغه ځوانان په راتلونکو ولسمشریزو سیالیو کې یو مهم رول لوبولای شي، او کولی شي چې پر پایلو مخامخ اغېز وکړي، او د دې لپاره چې دغه اغېز مثبت او د افغانستان د ښه راتلونکي لپاره ګټور وي، نو پکار ده چې ځوانان په دې پوه او قانع کړل شي چې ولې باید خامخا رای ورکولو ته ورشي، د کاندید په غوراوي کې کوم معیارونه په پام کې ونیسي، او څنګه په سم ډول رایه ورکړي چې بیا په شمېرلو کې باطله او ضایع نشي.

د دې لپاره باید لومړی د ځوانانو هغو ګیلو ته ځواب وویل شي چې دوی یې له ټاکنو او له لویه سره له سیاست څخه لرې کړي دي.

له حکومت نه د ځوانانو ګیلې

ډېری ځوانان له خپل دولت نه ګیله من دي او وايي د دوی ستونزو ته یې سمه پاملرنه نه ده کړې.

د دوی دا ادعا تر ډېره بریده سمه هم ده.

په دې تېرو ۱۲ کلونو کې په میلیاردونو ډالره افغانستان ته راغلل خو اوږد مهاله کارونه و نه شول، چې اقتصاد ته یوه باثباته او تلپاتې وده ورکړي او ځوانانو ته کارونه پیدا شي.

همدارنګه کوم لنډ مهاله کارونه چې شوي هم دي، د هغو په اړه هم داسې اټکلونه کېږي چې د بهرنیو مرستو په درېدو او یا کمېدو به له منځه لاړشي.

حکومت کولای شوای په هغو پیسو د هېواد تعلیمي نظام پیاوړی کړي، نور ښوونځي او پوهنتونونه جوړ کړي او ځوانانو ته اوږد مهاله کاري شونتیاوې برابرې کړي.

ځکه چې زده کړه او کار د ځوانانو له لویو ستونزو څخه دي چې دوی یې نهیلي کړي دي.

که څوک له ښوونځي فارغېږي، نه پوهېږي چې په کانکور کې به کامیابېږي او که نه، اوکه په کانکور کې بریالي شي، او له پوهنتونو فارغ شي نو دا غم ورسره وي چې کار به ورته پیدا کېږي او که نه.

دغه نهیلي له ځوانانو سره دا اندېښنه پیداکوي چې ګنې په ټولنه کې د مثبت او رغنده رول لوبولو وړتیا نه لري.

په لویه کې، افغان ځوانان په سیاست کې ډېر ښکېل نه دي. دوی په پټو سترګو د هغه چا پلوی کوي چې د لویانو له خوا ورته ویل کېږي.

اکثره دا ځوانان په خپل سر پرېکړه نه شي کولای، او ډېری یې په قومي، سمتي او ژبنیو بنسټونو د چا ملاتړ او یا مخالفت کوي، که هزاره وي نو هزاره ته رایه ورکوي او که پښتون وي نو پښتون ته او که تاجک وي نو تاجک ته.

دې ته پام نه کوي چې د دغه کاندید کړنلاره څه ده، څنګه پالیسي لري، او څنګه کولی شي چې د دوی په ژوند کې مثبت بدلون راولي او په هېواد کې د قانون حاکمیت، او سولې او ثبات ته لاره پرانیزي.

نو ځوانان څنګه کولای شي په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې فعاله ونډه ولري؟

افغانستان په تېرو درې لسیزو جګړو کې ډېر ځپل شوی دی.

ځوانان باید د هېواد په ودانولو کې ځان مسول وګني ځکه دوی د هېواد راتلونکي واکداران دي.

دوی باید په دې فکر وکړي چې دوی خپلې ټولنې ته څه کړي دي او څه کولای شي.

که یو ځوان د ځمکې نه یو بوتل را جګوي اوخځل ځای (کثافات دانۍ) کې یې اچوي نو دا په دې مانا ده چې د چاپېریال په پاک ساتلو کې یې د مسولیت احساس کړی دی. که څه هم داسې کارونه واړه ښکاري خو همدا واړه کارونه دي چې ورو ورو لویو کارونو ته لاره هواروي.

دوی کولای شي د یو غټ ګروپ یا اتحادیې په جوړولو د خپل کلي او شاوخوا نور ځوانان دې ته وهڅوي چې سره متحد شي.

دوی باید خپل ټول قومي، نژادي، سمتي او دیني توپیرونه یوې خوا ته پرېږدي او د راتلونکو ټاکنو په اړه خبرې وکړي چې کوم کاندید کولای شي په ښه توګه د دوی ستونزو ته د حل لارې پیدا کړي.

دوی له یو بل سره د ټاکنو په اړه داسې بحثونه کولای شي چې د دوی د پوهې کچه لوړه کړي تر څو لومړی دوی پخپله او بیا د دوی د پوهې له امله نور خلک د کاندیدانو او دهغوی د تګلارو په اړه لا ښه وپوهېږي او وکړای شي چې د رای ورکولو لپاره سم کاندید غوره کړي.

لنډه دا چې ځوانان باید په دې پوه شي چې دوی د هېواد اکثریت دی او د دوی ونډه ډېره مهمه ده.

لکه څنګه چې حکومت په دوی باندې په ښوونځي او پوهنتونونو کې مصرف کوي، دوی هم د هېواد په وړاندې مسئولیت لري چې د سولې، ټیکاو، رغاونې، او پرمختګ لپاره یې فکر، پرېکړه او کار وکړي.

د دوی پوهاوی او روښانه دریځ به کاندیدان اړ کړي د دوی غوښتنو ته سر ټيټ کړي او د ستونزو د هوارولو لپاره یې کار وکړي.

ځوانان د افغانستان راتلونکي ولسمشران، وزیران، وکیلان، او نور لوړپوړي چارواکي دي، نو اوس چې نوی ولسمشر ټاکل کېږي باید دوی یې په ټاکنه کې پوره ونډه ولري، او سرله اوسه د خپل هېواد په برخلیک ټاکنه کې راښکېل وي.

ورته مطالب