"د م م رپوټ د سوریې حکومت د برید مسوول ثابتوي"

Image caption څرګند او باوري ثبوتونه شته، چې د اعصابو له فلج کوونکي ګازه سارن ډک راکټ د دمشق په غوطه سیمه کې کاروول شوي دي. بان کي مون

د امریکا متحده ایالات، برتانیا او فرانسه وايي، سوریې کې د کیمیاوي وسلو کاروونې منل کېدل د دوی هغه دریځ ثابتوي، چې د دې پېښې تر شا د سوریې حکومت لاس لري.

ملګرو ملتونو کې د برتانیې او امریکا استازي وايي، د دې پېښې تخنیکي تفصیل جوتوي، چې یوازې بشارالاسد حکومت د اګست په ۲۱ سوریه کې د کیمیاوي، وسلو کاروونې مسوولیت پر غاړه لري.

بل لور ته روسیې ویلي، هغه ادعاوې هم باید له پامه و نه غورځولې شي، چې د سوری حکومت مخالفو یاغیانو کیمیاوي وسلې کاروولې.

د ملګرو ملتونو د څارونکو په رپوټ کې ویل شوي، چې د سوري پلازمېنې دمشق څنډو کې تېره میاشت راکټي برید کې سارن ګاز کاروول شوی.

دغه رپوټ کې پر هېڅ یوه لوري د ګاز کارولو تور نه دی لګول شوی، خو د ملګرو ملتونو عمومي منشی بان کي مون وايي، دا یو " جنګي جنایت " دی.

سوریه کې د اګست میاشتې په دریمه اونۍ کې د کیمیاوي وسلو له کاروول کېدو وروسته د امریکا متحده ایالاتو د سوریې خلاف د پوځي اقدام ګواښ وکړ، چې له هغه وروسته د سوریې د پلوي روسیې او امریکا تر منځ خبرې وشوې او په پایله کې د ۲۰۱۴ کال تر نیمايي پورې د سوریې د کیمیاوي وسلو له منځه وړلو په باب هوکړه وشوه.

د دوشنبې په ورځ له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د ملګرو ملتونو له عمومي منشي نه پوښتنه وشوه، چې د ده په فکر څوک سوریې کې د کیمیاوي وسلو کاروونې مسوول دي، نوموړي وویل:

"په دې اړه ښايي موږ هر یو ځانګړی فکر ولرو، خو داد نورو کار دی، چې د دې پېښې عاملین څنګه د عدالت منګولو ته راکاږل شي."

د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي منشی بان کي مون د امنیت شورا ته هم د ملګرو ملتونو د څارونکې ډلې د رپوټ په باب معلومات ورکړل.

د نوموړي په وینا څارونکې ډله دې پایلې ته رسېدلې، "د اګست په ۲۱ دمشق کې په پراخه کچه کیمیاوي وسله کاروول شوې، دغه پېښه کې ډېر کسان وژل شوي، چې ډېری یې ملکي کسان وو."

بان کي مون دا هم وویل، چې د وینې په هغو بېلګو کې چې تر لاسه شوې، ۸۵ سلنه هغو کې د سارن ګاز بېلګې موندلې شوې.

عمومي منشي ویلي و، د دې څېړنو پایله کې ډله دې پایلې ته ورسېده، چې " څرګند او باوري ثبوتونه شته، چې د اعصابو فلج کوونکي ګاز سارن ډک توغندي د دمشق په غوطه سیمه کې کاروول شوي دي"

نوموړي دغه پېښه ۱۹۸۸ کال کې د عراق په حلعبجه ښار کې د عراق د هغه وخت واکمن صدام حسین له لوری د ولس پر ضد د کیمیاوي وسلو کاروونې له پېښې وروسته تر ټولو لویه پېښه وبلله.

د دې رپوټ له خپرېدو وروسته به نړیوال زبر ځواکونه د امریکا او روسیې د هوکړې له مخې د امنیت شورا یو پرېکړه لیک چمتو کړي، چې له مخې به یې سوریه د یوې اوونۍ په اوږدو کې د خپلو ټولو کیمیاوي وسلو لړلیک وړاندې کړي او دغه وسلې به د ۲۰۱۴ کال تر نیمیايي پورې له منځه یووړلې شي.

ورته مطالب