بنګله دیش کې له تاوتریخوالي ډک احتجاج روان دی

Image caption ختیځ پاکستان د ۱۹۷۱ کال د دسمبر په ۱۶ له خونړیو جګړو وروسته د بنګله دېش په نوم خپلواک هېواد اعلان شو.

د بنګله دېش په بېلابېلو ښارونو او ولسوالیو کې د جماعت اسلامي ګوند په بلنه تر سره شویو مظاهرو په ترڅ کې تاوتریخجنې شخړې روانې دي.

پولیس وايي، د دغه هېواد په سوېل کې یو کس د مظاهره چیانو لخوا توغول شوې ډبره باندې د لګېدو له امله مړ شوی دی. په ستکیرا ولسوالۍ کې پولیسو د جماعت اسلامي پر هغو فعالانو د ربړي مرمیو ډزې کړې چې د راپورونو له مخې، پټرولي بمونه یې کارول او ګاډي یې ویجاړول.

جماعت اسلامي د دغه کاربندیز غوښتنه د سترې محکمې د هغې پرېکړې پر وړاندې د اعتراض په توګه کړې چې له مخې یې پرون( سپتمبر ۱۷) د دغه ګوند یو مشر عبدالقادر ملا د مرګ په سزا محکوم شو.

عبدالقادر ملا، له پاکستان سره د بنګله دېش د خپلواکۍ جګړې (۱۹۷۱ ) پر مهال په جنګي جرمونو تورن بلل شوی و او د سې شنبې په ورځ په مرګ محکوم شو.

د هغه اړوند ګوند، جماعت اسلامي د اعتصاب غوښتنه کړې، چې د نوموړي محاکمه سیاسي بولي، خو د نوموړي مخالفانو، هغه ته د سزا ورکولو هرکلی کړی.

ویل کېږي، چې ښايي د چهار شنبې په ورځ به ښوونځي او کاروباري مرکزونه تړلي وي او دغه راز د اعتصاب پر مهال د تاوتریخوالي رامنځ ته کېدو وېره هم څرګندیږي.

یوې ځانګړې محکمې په فبرورۍ میاشت کې ښاغلی ملا په عمري بند محکوم کړ.

د بشري حقونو ډلو ویلي و، چې دغه محاکمه په نړیوالو معیارونو برابره نه وه.

له هغې محاکمې وروسته اعتراض کوونکو پراخ احتجاج وکړ، چې ویل یې، دغه محاکمه ډېره په بیړه وشوه.

عبدالقادر ملا د بنګله دیش سترې محکمې نه د استناف غوښتنه وکړه، خو حکومت د هغه لپاره د لا سختې سزا غوښتنه درلوده.

د سې شنبې په ورځ له هغه وروسته اخ وډب رامنځ ته شو، چې محکمې نوموړی د مرګ په سزا محکوم کړ. ډاکه کې د بي بي سي خبریال انباراسن ایتهیراجان، وايي، په سویلي ښار چټاګانګ کې له هغه وروسته ډېرو ګاډو ته اور ورته کړل شو.

ورته مطالب