"د ملګرو ملتونو ډلې یو اړخیز رپوټ جوړ کړی"

Image caption د امنيت شورا د پنځو غړو روسېې، چين ، امريکا برتانیا او فرانسې غونډې يواځې يو ساعت دوام وکړ .

روسیې د ملګرو ملتونو د وسلو پر پلټونکو تور پورې کړی، چې په سوریه کې یې د کیمیاوي وسلو د کارېدنې په اړه یو اړخیز رپوټ جوړ کړی دی.

د دغه هېواد چارواکي وايي، دوی داسې نوي شواهد لري چې د دغه برید مسولیت د حکومتي ځواکونو نه، بلکې د یاغیانو پر غاړه دی.

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګیي ریابکوف تېره شپه دمشق ته تللی او ویې ویل چې د سوریې حکومت ده ته شواهد ورکړي، چې روسي کارپوهانو ته به ورکړل شي.

ښاغلي ریابکوف وویل، نوموړی په دې خواشینی دی، چې د ملګرو ملتونو پلټونکي هغو دریو سیمو ته نه دي ورغلي چې له یادې پېښې دمخه پکې کیمیاوي مواد کارول شوې او روسیه یې پړه پر یاغیانو ور اچوي.

بل لور ته د ملګرو ملتونو د وسلو مشر پلټونکي بي بي سي ته ویېلي، دا به سخته وي چې د سوریې ټولې کیمیاوي وموندل شي او له منځه یوړل شي، خو نوموړی پر دې باور دی چې دا کار شونی دی.

اکی سېلسټروم چې تېره میاشت یې سوریې ته د ملګرو ملتونو د پلټونکې ډلې مشري کوله وویل، د مسلې حل تر ډېره په دې پورې اړه لري چې د سوریې حکومت او مخالفین خبرې اترې کول غواړي که نه.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، د ده د ډلې رپوټ چې په کې ویل شوي د دمشق په څنډو کې د سارین په نامه زهرجن ګاز کارول شوی، په ټولیز ډول په دې و نه توانېد چې وښيي د دغه برید مسولیت د چا پر غاړه دی:

"موږ یوازې دا ویېلای شو، چې دغه کیمیاوي مواد زموږ له ورتګه پنځه ورځې دمخه کارول شوي وو. موږ ولیدل چې دا ساده مواد نه وو چې په کور یا کوم ورکشاپ کې جوړ شي. دا مواد ډېر مسلکي ښکارېدل. خو دا چې دا چا پېرلي یا ذخیره کړي ، موږ پر دې و نه پوهېدو."

د ملګرو ملتونو غونډه

له دې مخکې نیویارک کې د ملګرو ملتونو د پنځو دایمي غړو غونډه شوې، چې په کې د سوریې د کیمیاوي وسلو خوندې کولو لپاره د پرېکړه لیک په اړه غور شوی.

دغه پرېکړه لیک د متحده ایالاتو او روسیې له لوري، د یوه چمتو شوي پلان مهمه برخه ده، چې له مخې به سوریه تر یوې اونۍ پورې خپله ټوله کیمیاوي وسله څرګندوي او د ۲۰۱۴ تر نیمیايي پورې به دغه وسله له منځه وړله کېږي.

خو د دغه پلان لپاره د پرېکړه لیک چمتو کولو لړ کې د تورو کارولو پر سر ناندرۍ رابرسېره شوې دي.

دا لومړنۍ خبرې وې، دغونډې هدف دا دى چې د امريکا او روسيې هغه تړون ته د ملگرو ملتو په چوکاټ کې رسمي بڼه ورکړله شي، چې د سوريې د کيمياوي وسلو له منځه وړلو په تړاو رامنځ ته شوى دى.

خو د تېر په څېر اختلاف موجود دى، د مخالفت اصلي ټکى دا دى چې ايا په هر ډول پرېکړه ليک کې د پوځي گام خبره هم شامله وي که څنگه؟

بله دا چې تېره مياشت د دمشق په څنډو کې د کيمياوي وسلو بريد د چا له خوا ترسره شوى وو.

د امريکا او روسيې د تړون له مخه سوريه بايد خپلې ټولې کيمياوي وسلې ښکاره او د دوه زره څوارلسم کال تر نيمايي يې له منځه يوسي.

فرانسه، امريکا او برتانيا غواړي چې د پوځي گواښ خبره په کې شامله وي خو روسيه يې نه مني.

د دې غونډې نه وړاندې د ملگرو ملتونو يوه راپور کې د اخبره تايد شوې وه، چې د اگست په ۲۱ نېټه د دمشق په غوطه سیمه کې د سارين کيمياوي ګاز کارول شوي وو، خو د پړې گوټه يې چاته نه ده نيولې.

فرانسه، امريکا او برتانيا وايي دا راپور په څرگند ډول د دوى د هغه دريځ ملاتړ کوي چې يواځې د سوريې حکومت د داسې بريد ترسره کولو وړتيا لري.

د امنيت شورا د پنځو غړو روسېې، چين، امريکا برتانیا او فرانسې غونډې يواځې يو ساعت دوام وکړ او دیپلوماتان وايي چې نن چهارشنبه به هم دوام کوي.

خو د پرونۍ غونډې جزيات مخې ته نه دي راغلي.

د غونډې له پيله وړاندې ملگرو ملتو کې د امريکا د استازې وياندې ايرين پيلټن ويلي و، د دې لپاره چې د دې خبرو باور ته درناوى شوی وي، د غونډې يا د مسودې په اړه به دوى خبرې نه کوي.

د سوريې په اړه د امنيت شورا د دايمې غړو ترمنځ د اختلافونو کمولو لپاره د روسېې او فرانسې د بهرنېو چارو وزيرانو په مسکو کې سره ليدلي دي.

له خبرو وروسته د فرانسې د بهرنیو چارو وزير لارن فابیوس وويل، دواړو هېوادو په دې موافقه وکړه چې يو داسې حل بايد را وايستل شي چې سوريه ورته اړتيا لري خو اختلاف د دې هدف لپاره د لارې په غوره کولو وو:

"، دا يواځې هدف نه دى بلکې غواړو چې يوه لاره وموندله شي چې په چټکۍ سره يو سياسي هوارى رامنځ ته شي."

خو ده يوځل بيا وويل، چې د سارين د ګازو کچې او د کاروونې طريقې ته له کتو دا معلومېږي چې د اسد رژيم د دې تر شا دى.

د روسېې د بهرنېو چارو وزير سرگې لاوروف دې ته په ځواب کې وويل" پاخه لاملونه شته چې سړى د ګازو دا کارونه د پارونې يوه هڅه وبولي."

ده ټینګار درلود چې د ملگرو ملتو هر ډول پرېکړه ليک بايد د زور کارونې خبره ياده نه کړي. چې همدې ټینګار د ډېرو په اند د امنيت شورا د دايمي غړو روانې غونډې پایله هم تر پوښتنې لاندې راوستې ده.

ورته مطالب