نواز شریف وايي د ملا برادر په خلاصون کار روان دی

Image caption ملا برادر د ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې په کراچۍ کې ونیول شو.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي د طالبانو د مرستیال ملا عبد الغني برادرد خوشي کولو په تفصیلاتو کار روان دی او دی په خپله به یې د پرېښودو پر وخت او کړنلاره پرېکړه وکړي.

اسلام اباد کې زموږ همکار طاهر خان وايي نواز شریف چې دا وخت د ترکيې په رسمي سفر بوخت دی، وویل د سپټمبر په ۱۹ مه هېواد ته د ستنېدو وروسته به د ملا برادر د خوشي کولو په اړه پرېکړه وکړي.

هغه وویل تېره میاشت پاکستان ته د افغان ولسمشر حامد کرزي د سفر پر مهال د ملا برادار د خوشي کولوپه اړه پرېکړه شوې وه.

ملا برادر ۲۰۱۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې په کراچۍ کې نیول شوی چې افغان حکومت یې تل د خوشي کولوغوښتنه کړې ده.

افغان مشرانو وړاندې کابل ته د طالبانو د دې مشر د سپارلو غوښتنه کوله خو اسلام اباد کې د افغانستان مخکیني سفیر عمر داودزي بي بي سي ته تېره میاشت ویلي و چې دوی فقط د ملا برادرخوشي کېدل غواړي او دا چې هغه چېرې تلل غواړي نو باید ازاد وي.

د ملي امنیت او بهرنیو چارو لپاره د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز تېره اوونۍ وویلي و ملا برادر به دې میاشت کې خوشي کړي.

ښاغلي عزیز دا هم ویلي و چې د طالبانو مشر به کابل ته حواله نه کړي او که په خپله خوښه غواړي نو سعودي عرب او ترکیې ته تلی شي.

پاکستان تېره اوونۍ د اوو طالب بندیانو د خوشي کولو اعلان وکړ خو د طالبانو سرچینې وایي چې یو هم په کې کورنۍ سره نه دی یو ځای شوی.

په کابل کې د ولسمشرۍ دفتر د بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته دوې اوونۍ وړاندې ویلي و چې د ملا برادر د خوشي کولو د پرېکړې هرکلی کوي.

خو د ولسمشر کرزي ویاند زیاته کړې وه چې دوی غواړي چې که ملا برادر په پاکستان کې وي نو امنیت یې خوندي وي‎، د اوسېدا ځای یې څرګند وي او د افغانستان د سولې عالي شورا ورسره د تماس نیولو امکان ولري.

ورته مطالب