نایجریایۍ د مسلمانو ښځو د ښکلا ملکه شوه

Image caption عایشې وویل: "دغه سیالي د "نړۍ د ښکلا د ملکو" ټاکلو له سیالۍ ډېر توپیر لري، ځکه چې هلته یوازې د ښځو لوڅوالی معیار دی، چې د بدن غړي یې ښکاره شي".

د اندونیزیا پلازمېنه جاکارتا کې د نایجریا یوه ۲۱ کلنه مسلمانه محصله اوبابي عایشه اجیبولا د مسلمانو ښځو د ښکلا سیالۍ لومړي پړاو ملکه اعلان شوه.

کله چې عایشه بریالۍ اعلان شوه، له خوشحالۍ په سجده شوه او له سترګو یې اوښکې وبهېدې.

د مسابقې په لومړي پړاو کې ۵۰۰ نجونو ګډون کړی و، چې اصلي ازموینه او معیار په کې تقوا او د اسلامي حجاب سم مراعاتول وو.

د سیالۍ انځورونه

عایشې وویل: "غواړو په ډاګه کړو، چې مسلمانې ښځې هم لوړ استعداد لري، دوی د ښکلا مسابقه ګټلی شي او د هر راز فعالیت پروړاندې به حجاب مانع ونه ګرځي".

د "مسلمانې نړۍ" په نامه دغه سیالي پر ظاهري ښکلا ډېر ترکیز نه دی کړی، بلکې ښه اخلاق او پر مذهب ټينګښت یې معیار ګرځولی و.

عایشې وویل: "دغه سیالي د "نړۍ د ښکلا د ملکو" ټاکلو له سیالۍ ډېر توپیر لري، ځکه چې هلته یوازې د ښځو لوڅوالی معیار دی، چې د بدن غړي یې ښکاره شي".

هغې دا هم وویل، چې "دلته معیار پر بدني ستاینو نه دی ولاړ".

نوموړې ته مکې مکرمې ته د تګ او د اسلامي سپېڅلیو ځایونو د زیارت لپاره د لګښت پرې کولو جایزه ورکړل شوه.

له ایران، مالیزیا، برونای، نایجریا، بنګله دېش او اندونیزیا څخه ۲۰ نجونې د سیالۍ وروستي پړاو ته وټاکل شوې.

ورته مطالب