عراق کې پر جنازې بمي بريد له ۶۰ زيات کسان وژلي

د عراق پلازمېنې بغداد شيعه مېشتې مدينة صدر کې د جنازې پر مهال دوو بمي چاودنو له ۶۰ زيات کسان وژلي او له ۱۲۰ زیات نور ټپيان کړي دي.

پوليس وايي پر يوه خېمه باندې دغه بريد چې ډېر خلک په کې راغونډ وو، د يو ځانمرګي موټر بم له خوا شوی و.

چارواکو ويلي د وژل شويو ترمنځ ښځې او ماشومان هم وو، او لږ ترلږه ۷۰ نور په دې پېښه کې ټپيان شوي دي.

هېڅ ډلې هم د دغه بمي بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې، چې د شنبې ماښام لومړيو کې وشو.

د نژدې سيمې روغتونونو ډاکټرانو د مرګژوبلې پخلی کړی دی.

دغه بمی بريد د شنبې ورځې له يوه بل بريد وروسته شوی، چې بغداد شمال باجي کې د پوليسو پر يوه مرکز شوی و او ۱۱ کسان په کې ووژل شول.

د زورزياتي پېښو لوړېدا

د فرقه ييز تاوتريخوالي پېښو په تېرو څو مياشتو کې د عراق لروبر زور اخيستی، چې له ۲۰۰۸ کال راهيسې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې دي.

د تاوتريخوالي پېښو دغه لړۍ تېر اپرېل کې د بغداد شمال حويجه کې د حکومت ضد سنيانو پر يوه احتجاجي کمپ باندې د پوځ له چاپې وروسته پيل شو.

دغه هېواد ته يې له ګاونډۍ سوريې نه هم د جګړې تاو رسېدلی، چې په زياتېدونکي ډول يې فرقه ييزه بڼه غوره کړې ده.

په تېرو څو اونيو کې د عراق امنيتي ځواکونو د راپورونو له مخې په بغداد او شاوخوا سيمه کې سلګونه داسې کسان نيولي چې ادعا شوې د القاعدې غړی دي.

دا د هغو هلو ځلو يوه برخه ده چې د شيعه ګانو په مشرۍ حکومت يې "د شهيدانو غچ" بولي.

خو دغه عمليات چې ډېری يې په سنی مېشته سيمه کې شوي، د سنيانو ټولنه يې په غوسه کړې او د تاوتريخوالي مخنيوي کې پاتې راغلي دي.

ملګري ملتونه وايي سږ کال په عراق کې څه د پاسه ۵۰۰۰ کسان وژل شوي، چې ۸۰۰ يې يوازې اګست کې وو.

ورته مطالب