کینیا کې لږترلږه ۶۸ کسان وژل شوي

Image caption کېنيايي پوځيان د نيروبي وېسټ ګېټ پلورنځی ودانۍ دننه د وسله والو مقابله کې دي

د کېنيا ولسمشر اوهورو کېنياټا ويلي د نيروبي پر يوه پلورنځي د شنبې بريد کې لږه ترلږه ۶۸ کسان وژل شوي او ۱۷۵ نور ټپيا شوی دي.

ښاغلي کېنياټا د يکشنبې پر ورځ د يوه خبری کنفرانس پر مهال وويل ۱۰۰۰ کسان توانېدلي چې د الشباب شکمنو اورپکو له بريد وروسته د وېسټ ګېت له دغه سوداګريز مرکز ووځي.

فکر کېږي چې له ۱۰ تر ۱۵ پورې بريدګر لا تراوسه په دغې ودانۍ کې دي.

ځینې ملکيان، يا يرغمل او يا هم له اورپکو پټ، په دې ودانۍ کې بند پاتې دي.

"وېروونکی وحشت"

Image caption دا څرګنده نه چې څومره ملکيان يرغمل او يا هم ودانۍ کې دننه له اورپکو پټ شوي دي

ښاغلي کېنياټا وويل "جنايتکاران اوس د ودانۍ دننه په يوه ځای کې دي. د پېښې ځای کې د مسلکيانو شتون سره، موږ د هيلې تروسه د دې ښه فرصت لرو چې ترهګر په کې شنډ کړو."

ښاغلي کېنياټا وویل چې د ده وراره او کوژدنه يې د وژل شويو ترمنځ وو.

د بریتانيا بهرنيو چارو وزارت د دې پخلی کړی چې پېښه کې دری بريتانويان هم وژل شوي، او ويلي يې دی دغه شمېر کېدی شي، نور هم لوړ شي.

د وژل شويو بهرنيانو ترمنځ فرانسويان، چينايان، غانايان او چاديان هم دي، چې د مرګ پخلی يې شوی دی.

د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون دغه پېښه "د وېروونکي وحشت يو ناولی او کرغېړن بريد" وباله.

د پلورنځی دننه او هم شاوخوا کې ګڼ شمېر پوځي ځواکونه ځای پر ځای شوي، او له دننه نه خال خال ډزې هم اورېدل کېږي.

داسې راپورونه دي چې وسله وال اوس د ودانۍ دننه يوه پلورنځي کې مورچل نيولی دی.ښاغلي کېنياټا وويل د راپورونو له مخې د بريدګرو ترمنځ ښځې هم خو زياته يې کړه چط د دې پخلی نه دی شوی.

د بي بي سي امنيتي چارو خبريال فرنک ګارډنر وايي يوه امنيتي چارواکي ورته ويلي چې لږترلږه يو بريدګر ښځه وه، چې داسې ښکارېده د مشرتابه رول يې درلود.

الشباب بي بي سي ته ويلي پر دغه سوداګريز مرکز بريد دوی، په سوماليا کې د کېنيا پوځي عملياتو په ځواب کې کړی دی.

د سوماليا جنوب کې شاوخوا ۴۰۰۰ کېنيايي ځواکونه دي چې له ۲۰۱۱ کال راهيسې د اورپکو پر وړاندې جنګېږي.

"ستر عمليات"

Image caption د پلورنځی دننه او هم شاوخوا کې ګڼ شمېر پوځي ځواکونه ځای پر ځای شوي

د کېنيا چارواکو ويلي د پوليسو او سرتېرو ځواک سره يې "ستر عمليات" پيل کړي، او يو داسې ګام لپاره تياری نيسي چې له مخې يې د نښتو دغه حالت پای ته ورسوي.

دوی وايي امنيتي ځواکونه په پای کې توانېدلي چې د ژونديو پاتې شويو وسله والو د تېښتې مخنيوی وکړي.

د هغو پوځيانو يو افسر چې د سوداګريز مرکز چاپېر ځای پر ځای شوي، د فرانسې خبري اېجنسۍ ته ويلي "کار روان دی، خو دغو چارو کې له بيړې کار نه اخيستل کېږي. زموږ ډلې هلته دي، موږ حالت له نژدې ګورو او څارو، موږ چې څومره ژر وکړی شو، دې ته به د پای ټکی کېږدو."

الشباب ادعا کړې لږترلږه ۳۶ کسان يې يرغمل نيولي، خو په خپلواک ډول د دې خبرې پخلی نه دی شوی، او کېدی شي داسې خلک هم وی چې په ودانۍ کې له بريد ګرو پټ شوي دي.

چارواکو له خبريالانو غوښتنه کړې چې د پوځي پرمختيا راپور ورکولو پر مهال له احتياط کار واخلي، ځکه چې وسله وال کېدی شی رسنۍ څاري.

Image caption امنیتي کسان د ودانۍ پاکولو بوخت دي، چې شاید د وژل شویو شمېر نور هم ډېر شي.
Image caption په برید کې تر ۱۷۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.
Image caption امنیتي ځواکونو روزل شوي سپي ودانۍ ته ننویستي، چې د پاکولو په چاره کې مرسته ورسره وکړي.

ورته مطالب