چین کې 'یوساغي' توپان ۲۵ کسان وژلي

 'یوساغي' توپان
Image caption د اوړي فصل کې له ختیځې اسیا د نمجنې هوا او باد په لګېدو سره دا ډول توپانونه یو معمول ګرځېدلی دی.

د چین په سوېلي سمندري سیمو او د هانګ کانګ کې د "یوساغي" په نامه توپان راغلی، چې یوازې چین کې یې لږترلږه ۲۵ کسان وژلي.

چارواکي وايي له دغه توپان سره داسې تېز باد هم ملګری دی، چې په یوه ساعت کې یې سرعت ۱۸۰ کیلومترو ته رسېږي.

د توپان او تېز باد له کبله په دغو سیمو کې ترانسپورت په ټپه درېدلی.

همداشان برېښنا پرې شوې ده.

یوساغي توپان د یکشنبې ورځې ماخوستن ناوخته د اسیايي مالي مرکز هانګ کانګ ته هم رسېدلی.

د هوا پېژندنې کارپوهان وايي، که څه هم اوس باد کم شوی، خو د چین سوېلي خوا ته یې مخه کړې ده.

د دوشنبې پر ورځ هانګ کانګ کې ځینې د کاروبار کارونه او مرکزونه تړل شوي.

د تېز باد او توپان له کبله ګڼې ونې غوڅې شوې، او موټر له سړکونو وتلي دي.

ځینې سپرلۍ اوبو کې ډوبې شوې دي.

دغه توپان په چین کې د ۳.۵ میلیون وګړو ژوند اغېزمن کړی دی.

له ګوانتچو تر بیجینګ پورې د توپان له کبله سلګونه الوتنې ځنډول شوې او په اورګاډو کې هم سفرونه ممنوع اعلان شوي.

د چین فوجیان ولایت یوې خوندي سیمې ته تر ۸۰ زرو ډېر وګړي لېږدول شوي، خو چینايي چارواکو پّ ګوانګ دونګ کې له ۴۴ کب نیوونکو بېړیو د سمندر غاړې ته د ځانونو رسولو غوښتنه کړې.

په جاپاني ژبه کې "یوساغي" د "سوی" معنا ورکوي.

هانګ کانګ او د چین جنوب ته پر لار یوساغي توپان د ټایوان سوېل کې د څه باندې ۳۰۰۰ کسانو د بې ځایه کېدو سبب شوی.

د فلپین په لیرې شمالي ټاپوګانو کې هم د دغه توپان له کبله ګنې سیمې اغېزمنې شوې، د اړیکو وسایل یې کار نه کوي، برېښنا یې پرې شوې او ان د ځمکې ښویېدو وېره شته.

د اوړي فصل کې له ختیځې اسیا د نمجنې هوا او باد په لګېدو سره دا ډول توپانونه یو معمول ګرځېدلی دی.

ورته مطالب