د ماشومو کارگرانو شمېر ټيټ شوى

Image caption ۸۵ میلیونه ماشومان په داسې حالاتو کې کار کوي چې د دوی روغتيا او خوندیتوب خطرسره مخامخ دي.

د کار نړېواله اداره وايي له ٢٠٠٠ م کال راهيسې د کارگرو ماشومانو په کچه کې دريمه برخه کمښت راغلى.

دغه شمېره له ٢٤٦ ميليونو نه ١٦٨ ميليونو ته ټيټه شوې.

د کار د نړېوالې ادارې ( آ اېل او) په تازه رپوټ کې، چې نن په ژنيو کې خپور شو راغلي چې د ماشومانو د کار د بشپړې ختمونې په لور پرمختگ اوس هم ډېر پڅ دى.

دغه اداره زياتوي تر ٢٠١٦ م کاله پورې د ماشومانو د ډېرو خطرناکو کارونو د ختمولو ټاکلې شوې موخه به پوره نه شي.

د هغو ماشومانو شمېر چې په خطرناکو شرایطو کې کار کوي مخ په کمېدو دی. خو بیا هم ۸۵ میلیونه ماشومان په داسې حالاتو کې کار کوي چې د دوی روغتيا او خوندیتوب خطرسره مخامخ دي.

د بېلگې په توگه په کانونوکې کارکول، د زيان اړوونکو کیمیاوي توکو او خطرناکو ماشینونو کارول.

په آسیا پسفېک (آسيا کې د آرام سمندرگي سيمه) کې ۷۸ میلیونه ماشومان کار کوي، چې دا تر ټولو زیات شمېر دى خو د افریقا په بېديا کې بيا د کارگرو ماشومانو سلنه تر ټولو لوړه ده، هلته ۲۱ سلنه ماشومان په کار بوخت دي.

د کار د نړېوالې ادارې په رپوټ راغلي، په نړۍ کې د ماشومانو د کار د کچې را کمولو یوازنۍ لار د هغو قوانينو پلي کول دي چې په کې کار لپاره د تر ټولو ټيټ عمرکچه ټاکل شوې، یا خو په خطرناکو شرایطو کې د ماشومانو پر کارکولو بشپړ بندیز بايد ولګیږي او د تعلیم په لار کې پانګونه وشي.

هغو هېوادونو چې دغه تګلارې خپلې کړې ډېرې ښې پایلې یې لرلې دي.

Image caption په آسیا پسفېک ( آسيا کې د آرام سمندرگي سيمه) کې ۷۸ میلیونه ماشومان کار کوي، خو د افریقا په بېديا کې بيا د کارگرو ماشومانو سلنه تر ټولو لوړه ده.

خو بیا هم د کارکولو نړېواله اداره وایي په عمومي توګه په دې برخه کې پرمختگ ډېر ورو دى چې ماشومان د کار پر ځاى ښوونځيو او د لوبو ځایونو ته مخه کړي.

ورته مطالب