کينيا کې بريدګرو خلاف عمليات پای ته رسېدلي

Image caption نن سهار دوه بريد کوونکي وژل شوي او ځيني نور ژوبل دي.

په کينيا کې له هغه لوى بازارنه لوگي پورته کېږي چې اسلامپالو اورپکو پکې يو شمېر کسان يرغمل ساتلي دي.

د کینیا نایروبي کې د الشباب اورپکو له لوري پر یوه سوداګریز مرکز برید پای ته رسېدلی، چې د امنیتي ځواکونو په وینا د مرکز ټول پوړونه یې پاک کړي دي.

له سيمې نه د ډزو غږونه اورېدل شوي او تصويرونه سيمې ته د پوځيانو رسېدل ښيي.

له سوداگريزې سيمې نه د پرله پسې ډزو غږونه راپورته کېږي.

مخکې د کينيا پوځ ويلي و چې ټول وس کوي چې دا يرغمل نيونه پايته ورسوي.

د کينيا په مرکز کې دا بريد د شنبې په ورځ د سومالي اورپکې ډلې- الشباب له خوا پيل شوى چې ويل کېږي تر اوسه په کې لسگونه کسان وژل شويدي.

له عملياتو سره سم د مارکيټ له ودانۍ څخه لوگي پورته کېدل پيل شول.

پوليسو ويلي ځينې يرغمل شوي وگړي يې ژغورلي دي.

داسې فکر کيږي چې لس بريدگر په ودانۍ کې دي.

دم گړۍ روښانه نه ده چې په ودانۍ کې نن د شوې چاودنې لامل څه وو، خو د ودانۍ گرد چاپېره نور پوځېان ليدل شوي دي.

د کينيا د کورنيو چارو وزير جوزېف اولې لېنکو وايي په ودانۍ کې اورد ده په ټکو د ترهگرو لخوا لگول شوى دى.

د سوماليا د الشباب ډلې د دغه بريد مسووليت په غاړه اخيستى دى.

نن سهار دوه بريد کوونکي وژل شوي او ځيني نور ژوبل دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې د بريد له پيل راهيسې ټول ټال ٦٢ کسان وژل شوي دي، خو د کينيا د سرې مياشتې ادارې بيا دا شمېره ٦٩ښوولې ده.

عيني شاهدان وايي له خلکو غوښتل شوي چې خپلو کورونو کې دننه پاتې شي.

امنيتي ځواکونه وايي چې د مارکېټ د ودانۍ ډيره برخه يې نيولې او د وخت په تېرېدو د بريد د پيلېدو د څرنگوالي په اړه هم مالومات راښکاره کېدل پيل شوي دي. يوې ميرمنې چې د بريد د پيل پرمهال مارکيټ کې د پخلي په تړاو يوه پروگرام کې دېرشو کوچنيانو سره هلته وه خپل سترگو ليدلى حال داسې بيان کړ.

Image caption داسې انگېرل کېږي چې د بريد قربانيان ډيرى په خپله د کينيا وگړي دي.

"يو لاسي بم موږ سره نژدې وچودېد، هغوى په موږ لاسي بم راوغورځاوۀ، ډزې يې وکړې، يوه گولۍ زما له زوى څخه څو گوتې لرې تېره شوه ، خو بيا هم له بده مرغه يو بل هلک پرې ولگېد، دې سره سم موږ ټولو پروت وکړ او کوچنيانو نه مې وغوښتل چې خپل سرونه ټيټ کړي."

فکر کيږي چې دا بريد به د سوماليا الشباب ډلې لخوا ترسره شوي وي خو په کينيا کې د سوماليا سفير محمد علي نور دا خبره رد کړه او بي بي سي ته يې وويل په دې اړه څه ويل به له وخته وړاندې وي

"تردې دمه مونږ نه پوهېږو چې دغه ترهگر بريدگر د کومو هېوادونو دي، فکر کوم دا به ښه وي چې د کينيا د امنيتي ځواکونو لخوا دعملياتو تر بشپړېدو انتظار وکړو، بيا به مالومه شي چې هغوي څوک دي."

بل لوري ته په نړيواله کچه د دې بريدونو غندنه روانه ده، د ملگرو ملتو سرمنشي بان کي مون وايي د بريد عاملينو ته بايد سزا ورکړ شي

"زه په سختۍ سره د نيروبي د وېسټ گيټ په بازار کې د دې ترهگريزو بريدونو غندنه کوم، په بې دفاع ملکيانو دا ډول بريد په بشپړ ډول ناسم دى او څومره زر چې شوني وي د دغې کړنې عاملين بايد محکمې ته راکېکاږل شي.

داسې انگېرل کېږي چې د بريد قربانيان ډيرى په خپله د کينيا وگړي دي خو بهرنيان هم په کې شامل دي چې درې يې برتانويان ښوول شوي دي.

ورته مطالب