د سومالیا "شباب" څوک دي؟

Image caption الشباب د وهابي مذهب پلویان دي، خو ګڼ سومالیايي وګړي صوفیان دي. الشباب تېر کال د سومالیا په ځینو ښارونو کې د صوفیانو ځینې زیارتونه ړنګ کړل.

د سومالیا ''د اسلامي ځوانانو حرکت'' یا ''د سومالیا د ځوانانو مجاهدینو حرکت''، چې تر ټولو تازه برید یې د کینیا پلازمېنې نایروبي کې د خرڅلاو پر یوه لوی مرکز و، له ''القاعدې شبکې'' سره نژدې اړیکي لري.

که څه هم د سومالیا له ګڼو هغو سیمو دغه جنګیالي شړل شوي، چې پرې واکمن وو، خو لاهم دغه هېواد ته لوی ګواښ ګڼل کېدی شي.

الشباب څوک دي؟

د ''الشباب'' عربي توری د ځوانانو په معنا دی، د ''الشباب'' ډله د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۶ کال د اسلامي محاکمو د یوې ټولنې په همکارۍ د سخت دریځو ځوانانو د یوه تنظیم په بڼه راڅرګنده شوه، چې د ایتوپیا له ځواکونو سره له دې کبله وجنګېدل، چې ګني د کمزوري عبوري حکومت ملاتړ لپاره دغه هېواد ته ننوتي دي.

ګڼ رپوټونه شته، چې د سومالیا الشباب جنګیالیو لیکو کې ګڼ بهرني جهادیان هم جنګېدل.

الشباب په هغو سیمو کې د سخت دریځو په نامه پېژندل شوي، چې پرې واکمن دي، چې په دې لړ کې د زنا په تور یې ښځې هم سنګسار کړې او د غلو لاسونو یې غوڅ کړي دي.

ایا د سومالیا پر ډېرو برخو الشباب واکمن دي؟

که څه هم الشباب ډلې د سومالیا ډېرو سیمو او ښارونو واک له لاسه ورکړی، خو لاهم دغه حرکت پر ګڼو کلیوالو سیمو خپله واکمني چلوي.

الشباب د ۲۰۱۱ اګست کې د سومالیا له پلازمېنې موګادیشو او د ۲۰۱۲ په سپتمبر کې له کیسماویو بندره وشړل شول.

د کیسماویو بندر د الشباب د لاسته راوړنو او بریدونو لپاره ډېر مهم ځای و، ځکه چې له هماغه ځایه یې دغه بندر ته پر راتلونکو هغو بېړیو بریدونه کول، چې په توکو به بار وې.

په سومالیا کې د اروپايي اتحادیې ځواکونه د حکومت د ملاتړ لپاره ورغلل، چې الشباب یې له سیمې وشړل، خو لاهم دغه ډله په سیمه کې په پرله پسې توګه بریدونه کوي.

شنونکي وايي، الشباب ډلې اوس چریکي جګړې ته مخه کړې ده.

خو دغه ډله له ډېرو خواوو تر فشار لاندې ده، په تېره بیا کله چې کینیاي ځواکونه په ۲۰۱۱ کال سومال ته ننوتل، دغه ډله یې ډېره وځپله.

کینیايي وګړي الشباب ډله پخپله خاوره کې د ګڼو سیلانیانو په تښتولو تورنوي، چې د دې کار د مخنیوي او د الشباب د ځپلو په موخه کینیايي ځواکونو د سومالیا جنوب کې پر الشباب ډېر بریدونه هم وکړل.

پر همدې مهال، د ایتوپیا ځواکونه له لوېديځې خوا سومالیا ته ننوتل او بلدوین او بایدوا ښارونه یې ونیول.

د الشباب مشر څوک دی؟

د الشباب ډلې مشري احمد عبدي غودان کوي، چې په ''مختار ابو زبیر'' هم مشهور دی.

نوموړی د سومالیا د شمالي جلا شوې سیمې اوسېدونکی دی.

داسې رپوټونه شته –خو الشباب یې ردوي- چې جنوبي وسله والو، چې زیاتره یې د الشباب جنګیالي وو (او شمېر یې د ۷ او ۹ زرو ترمنځ و) د غودان د مشرۍ خلاف پټ عمل پیل کړی.

غودان ډېر لږ ځان ښيي، خو د الشباب مخکنی مشر معلم آدن حاشي ایرو، په ۲۰۰۸ کال د امریکا په یوه بمبارۍ کې ووژل شو.

د الشباب بهرني اړیکي څه دي؟

د الشباب ډله د ۲۰۱۲ کال فبرورۍ کې له ''القاعدې'' شبکې سره یوځای شوه، هغه مهال غودان په یوه وېديويي پیغام کې ویلي وو چې د القاعدې شبکې له مشر ایمن الظواهري سره یې ''بیعت'' کړی دی.

که هرڅه وي، له الشباب سره سومالیا کې د بهرنیو جنګیالیو جګړه لیدل شوې ده.

تېر کال له الشباب ډلې سره یو امریکایی ابو عبدالله المهاجر لیدل شوی، چې د القاعدې شبکې یو غړی دی.

نوموړي په هغو سیمو کې پر وچکالۍ ځپلو کورنیو مرستې وېشلې، چې د دوی تر کنټرول لاندې دي.

امریکايي چارواکو ویلي، که څه هم پاکستان کې د القاعدې شبکې بنسټګر او مشر اسامه وژلو القاعده شبکه افغانستان او پاکستان کې ډېره کمزورې کړه، خو جنګیالیو یې تر ډېره سومالیا ته مخه کړه.

ایا الشباب له سومالیا بهر بریدونه بس کړل؟

دغه ډله وايي، چې جنګیاليو یې د سپتمبر پر ۲۱مه د کینیا نایروبي د خرڅلاو پر یون مرکز برید کړی، چې لږترلږه ۶۸ کسان پکې ووژل شول.

همداشان، دغې ډلې په ۲۰۱۰ کال د یوګندا پلازمېنه کمپالان کې هم دوه ځانمرګي بریدونه وکړل، چې لږترلږه ۷۸ کسان یې ووژل.

شنونکي وايي، شاید کینیا کې د الشباب بریدونه د دغې ډلې پرضد هڅې چټکې کړي، خو ځینې نور بیا وايي، الشباب پخپل زور ان د نایروبي روغتونونو کې د خپلو ټپیانو درملنه په ډاډه زړه کوي.

په ۲۰۲۰ کال د کینیا په مومباسا بندر کې د اسراییلو پر اهدافو بریدونه سومالیا کې د القاعدې شبکې د یوې اړوندې ډلې له خوا پلان شوي وو.

خو امریکا وايي، چې د القاعدې ځینې عناصرو د کینیا نایروبي او د تنزانیا دارالسلام کې په ۱۹۹۸ کال د امریکا پر سفارتونو بریدونه کړي وو، بیا سومالیا ته وتښتېدل.

له کوم ځایه د الشباب ملا تړل کېږي؟

ارتیریا د افریقايي ښکر سیمې او شمالي افریقا کې د الشباب یوازېنی ملاتړی ګڼل شوی، خو د ارتیریا وګړي دغې ډلې ته د وسلو د ورکولو خبره ردوي.

خو ویل کېږي، ارتیریا ځکه د الشباب ملاتړ کوي، چې ګني سرسخت دښمن اتیوپیا یې په دښمنانو کې ډېر نفوذ کړی دی.

اتیوپیا – د امریکا په ملاتړ- په ۲۰۰۶ کال پر سومالیا جګړه وکړه، چې هدف یې د اسلامپالو ځپل وو، همدا وو چې ایتوپیايي ځواکونه په ۲۰۰۹ کال تر سختو تلفاتو وروسته له سومالیا ووتل.

خو د سومالیا حکومت به څنګه شي؟

د سومالیا ولسمشر حسن شیخ محمود د پوهنتون یو استاد او مخکنی فعال دی، چې په ۲۰۱۲ د سومالیا د پارلمان له خوا ولسمشر وټاکل شو.

شیخ محمود په ټاکنو کې پر مخکني ولسمشر شیخ شریف شیخ احمد بریالی شو، شیخ شریف یو مخکنی اسلامپالی جنګیالی دی، چې درې ځلې د خپلې واکمنۍ پرمهال د بسپنه ورکوونکو هېوادونو له خوا په اداري فساد تورن شو.

Image caption الشباب د ۲۰۱۱ اګست کې د سومالیا له پلازمېنې موګادیشو او د ۲۰۱۲ په سپتمبر کې له کیسماویو بندره وشړل شول.

خو الشباب د سولې بهیر یوه بهرنۍ دسیسه بولي، چې په وینا یې هدف یې پر سومالیا واک ټینګول دي.

له شک پرته، سومالیا د یوه ناکام حکومت بېلګه ګڼل کېږي، داسې چې له څه باندې شلو کلونو راهیسې پکې هېڅ فعال حکومت نه دی جوړ شوی، بلکې د جګړې لمن یې ورځ تربلې غځېدلې ده.

همدا وو، چې الشباب د خپلو فعالیتونو او جګړې لپاره له ګډوډیو په ګټې اخیستو سومالیا غوره کړه، په لومړي سر کې یې سومالیايي وګړو له روانې ګډوډۍ د وتلو په هیله ملاتړ وکړ، چې ګني سوله او ارامي به راشي.

خو په الشباب ډلې له دې اړخه نیوکه ډېره ده، چې ګني د ۲۰۱۱ کال سومالیا وچکالۍ ځپلو لپاره د لوېدیځ له لوري مرسته شوې مرستې دغې ډلې په بډو وهلې دي.

الشباب د وهابي مذهب پلویان دي، خو ګڼ سومالیايي وګړي صوفیان دي. الشباب تېر کال د سومالیا په ځینو ښارونو کې د صوفیانو ځینې زیارتونه ړنګ کړل.

ورته مطالب