د برتانيا او ايران د بهرنیو چارو وزيرانو غونډه

Image caption د ايران بهرنيو چارو نوي وزير ښاغلي ظريفي ته بلنه ورکړل شوې چې د ۶ سترو نړيوالو ځواکونو سره يو ځای شي.

سپينې ماڼۍ د دې پخلی کړی چې د امريکا بهرنيو چارو وزير به د پنجشنبې پر ورځ په ملګرو ملتونو کې د نورو سترو ځواکونو په ګډون د ايران له خپل نوي سيال او اتومي چارو مرکچي سره ګوري، چې د خپل تومي پروګرام پر سر راپورته شوې لانجې حلولو په اړه د ايران جدي والی وازمويي.

دغه راز په ملګريو ملتونو کې د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشرې او د اتومي چارو جګپوړې مرکچۍ کاترين اشټون وويل د ايران له بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف سره يې ښې او ګټورې خبرې درلودې، او دوی به راتلونکې مياشت بيا په ژنيوا کې کې سره ګوري.

لکه څنګه چې د بي بي سي ډيپلوړماټيکو چارو خبرياله برېجېټ کېنډل له نيويارک نه په خپل راپور کې وايي د ملګريو ملتونو سږنۍ عمومي اسمبلۍ يا غونډې څنډو کې د ډيپلوماسۍ ګڼ شمېر فعاليتونه داسې ښکاري مثبتې پايلې لرلې دي.

له دې زياته مهمه خبره دا واقعيت دی، چې د ايران بهرنيو چارو نوي وزير ښاغلي ظريفي ته بلنه ورکړل شوې چې د ۶ سترو نړيوالو ځواکونو سره يو ځای شي.

په دوی کې د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کېري هم دی چې دوی دواړه به دوه ورځې وروسته د ايران پر اتومي پروګام سره خبرې کوي.

ریښتیني ګامونه

دا به د امريکا او ايران بهرنيو چارو وزيران کم سارې مخامخ کتنه، او د امريکايي چارواکو په وينا د دې ازمويښت يو فرصت وي ايران د خپل اتومي پروګرام پر سر راپورته شوې لانجې حل لو په اړه جدي دی که څنګه؟

د برتانيا د بهرنيو چارو وزير وېليم هېګ هم چې له ښاغلي ظريفي سره يې کتلي، له کتنې وروسته يې وويل برتانيا د غوره اړيکو په اړه د ايران غوښتنې هرکلی کوي، خو ویناوې يې بايد له ريښتنو ګامونو سره ملې شي:

''برتانيا د ايران دې هيلې په اړه د ولسمشر روحاني او بهرنيو چارو وزير ظريف تازه ويناوو هرکلی کوي چې غواړي له بهرنۍ نړۍ سره اړيکي ښې کړي. موږ پر دغو ويناوو او هم پر دې بحث وکړ چې څنګه اغېز ورکړی شي.

نو دغو ويناوو ته د دې وخت دی چې ايران له خوا له ريښتنو ګامونو سره ملې شي، چې له مخې يې د ايران موخو به اړه د نړيوالې ټولنې اندېښنو ځواب ووايي. نو که دغه ډول ګامونه واخيستل شي، باور کوم بيا زموږ ترمنځ ګټورې اړيکې جوړېدی شي''.

دغو تازه ويناوو ته په کتو دا په ملګرو ملتونو کې د ايران په اړه د ګڼو ډيپلوماټيکو فعاليتونو له هيلو ډکه اوونۍ ده.

اوس به ټول پام د ايران پر ولسمشر حسن روحاني راغونډ وي، چې نيويارک کې د بي بي سي خبريالې په وينا به ملګريو ملتونو ته څه ډول زیتونو ښاخ سره خپله وينا وړاندې کړي، او هم دا چې ولسمشر اوباما به له ده سره پر يو تاريخي روغبړ سلا شي که څنګه؟

ورته مطالب