ناروې کې له کثافاتو ترلاسه شوې برېښنا

Image caption په ناروې کې کثافات انرژي ګڼل کېږي.

په ناروې کې برېښنا له تېلو، ګازو یا هم اټومي انرژۍ څخه نه بلکې د یوې کڅوړې کثافاتو جوړېږي.

له کثافاتو د انرژۍ تولید اوس په دې هېواد کې تر ټولو غوره لار ګنل کېږي. کثافات ټولوي، هغه چې د بیا کارونې وړ وي ځیني بېلوي، خو بیا هم د کال ۳۰۰۰۰۰ ټنه کثافات پاتې کېږي.

په ناروې کې دغه پاتې ۳۰۰۰۰۰ ټنه کثافات انرژي ګڼل کېږي.

پال میکلسن چې د دې پروژې رییس دی وایي له څلورو ټنو کثافاتو د یو ټن تېلو په اندازه برېښنا ترلاسه کېږي.

نوموړی زیاتوي چې دوی ډېره کمه انرژي د کثافاتو په راټولو کې مصرفوي.

ښاغلی میکلسن وایي په یو ټن تېلو یو کورته د شپږو میاشتو لپاره تودوخه برابرېدای شي.

په بل عبارت که یوه لارۍ کثافات له سړکونو ټول شي نو په اوسلو کې يو کورته شپږ میاشتي انرژي برابرولای شي.

له کثافاتو د برېښنا جوړول اسان کار دی.

ټول کثافات تر غونډولو وروسته په یوه بټۍ کې اچول کېږي او ۸۵۰ درجې حرارت ورکول کېږي.

که دغه حالت ووینئ نو وبه ګورئ چې کثافات څنګه په چټکۍ سوزي او نارنجې لمبې یې ولاړېږي.

خو ټول شیان نه سوزي، حلبي ډبلي، د اوسپني سپرینګونه او نور فلزي شیان د ایرو سره پاته شي چې وروسته بیا کارول کېږي او له دې شیانو سره ډېره تودوخه رامینځ ته کېږي چې دا اوبه پر جوش راولي او په تپ یې ټرباین په حرکت راځي او برېښنا جوړېږي.

جوش اوبه د پايپونو له لارې کورنو او ښوونځیو ته ورکول کېږي.

یوه دغسي بټۍ چې په پوره ظرفیت سره کار وکړي کولای شي په اوسلو کې ښوونځیو ته انرژۍ، تودوخه او هم ۵۶ زره کورونو ته تودوخه برابره کړي. د انګلستان د لیډ او بریسټول له ښارونو کثافات ناروې ته وړل کېږي.

مخکې به دغو ښارونو پېسي ورکولې چې کثافات په ځمکه کې ښخ کړي خو اوس ناروې ورته پسي ورکوي چې کثافات ترې اخلي او اوسلو کې ترې انرژۍ جوړوي.

ښاغلي میکلسن وایي که دغه پروژه نورې اروپا ته هم وغځول شي نو دی بارو لري چې ډېر توپېر به رامینځ ته کړي.

نوموړی وایي دا به په دې مانا وي چې د انرژۍ له پلوه پرځان بسیا کېدو لپاره اروپایان یوه ښه دریځ ته ورسېږي.

اوسلو بارو لري چې له کثافاتو د انرژي په لاسته راوړلو سره به د کاربونډای اکسایډ په تولید کې د ۲۰ کالو په موده کې سم نیمایي کمښت راشي او د اوسلو ښار به د نړۍ تر ټولو پاک چاپیریال ولري.

ورته مطالب