د اېډز له امله د مړينې کچه ۱/۳ راکمه شوې ده

Image caption راپور وايي په ماشومانو کې هم د دغه مکروب کچه ښکته شوې

د ملګرو ملتو يو راپور وايي چې د اېډز په مکروب د ککړو کسانو په مرګ ژوبله کې ډراماتيک کموالی راغلی دی.

د اېډز د مخنيوي په برخه کې د ملګرو ملتو اداره وايي په ۲۰۰۵ کې د اېډز ناروغۍ له امله دوه ميليونه ۳۰۰زره کسان مړي شوي، خو تېر کال دغه شمېره يوازې يو ميليون ۶۰۰زره وه.

راپور وايي په ماشومانو کې هم د دغه مکروب کچه ښکته شوې.

په ۲۰۰۱ کال کې په دغه مکروب د ککړو ماشومانو شمېر له ۵۰۰زره زيات و، خو په ۲۰۱۲ کې دغه کچه سم نيمايي ته رالوېدلې ده.

د ملګرو ملتو څارونکي وايي چې د اېډز په مکروب د ماشومانو د ککړېدو د کمښت يو لامل هغو درملو ته اسان لاسرسی دی چې د اېچ، آی، وي ويروس ضد دي.

د ملګرو ملتو راپور وايي چې د ۲۰۱۲ کال تر وروستيو جنوبي افريقا، يوګندا او د هند په ګډون يو شمېر د منځني عايد لرونکي هېوادونو شاوخوا ۱۰۰ ميليونه وګړي د ايډز ضد له درملو استفاده وکړي.

د ملګرو ملتو د ايډز د مخنيوي اداره وايي چې تر ۲۰۱۵ کاله به د ايدز د تباهي د مخنيوي لپاره نړۍ په کرار کرار مخ پر وړاندې روانه ده.

د ملګرو ملتو راپور کاږي هغه کسان چې د ايدز په مکروب تر نورو زيات اخته دي، اسانتياوې ورته په ډېر سوکه ډول ورکول کېږي.

په راپور کې دغه راز غوښتل شوي چې د ښځو او ماشومانو پر وړاندې له جنسي زورزياتي د مخنيوي په برخه کې بايد لا ډېر نور کارونه وشي.

نشه يي توکي، په شريکه د پيچکارۍ او د سلمانۍ د وسايلو کارول او جنسي اړيکې د ايدز مکروب د خپرېدو لوی لاملونه په ګوته شوي دي.

په افغانستان کې هم د ايدز مثبتې پېښې ثبت شوي، خو د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي کره شمېرې يې نه لري.

ورته مطالب