کېنيا کې عمليات ختم شوي د ۳ ورځو ماتم پيل شوی

Image caption داسې وېره شته چې د وژل شویو کسانو شمېره به تر دې نوره هم لوړه شي

د کینیا د پلازمېنې نیروبي په یوې سوداګریزې ودانۍ کې د سخت دریځو اسلامپالو اورپکو له خوا د اووښتې مرګ ژوبلې له امله حکومت درې ورځنی ماتم پیل کړی دی.

په دغه برید کې د شپږو امنیتي سرتېرو په ګډون تر اوسه د ۶۷ کسانو وژل کېدل تایید شوي دی.

خو داسې وېره شته چې د وژل شویو کسانو شمېره به تر دې نوره هم لوړه شي.

یو شمېر نړیوال کارپوهان له کینیايي ډلو سره یو ځای شوي او په ویسټ ګیټ سوداګریزې ودانۍ کې د هغو مړو د راویستو هڅه کوي، چې فکر کېږي، د ودانۍ د ړنګو شویو برخو لاندې لا ايسار پاتې دي.

ټاکل شوې چې د کینیا امنیت شورا به په یوې غونډې کې دغه پېښه و ارزوي او یوه نوې ترهګرۍ ضد تګلاره به جوړه کړي.

د کېنيا چارواکي وايي چې په دغه بريد کې ۹ بريدګر وژل شوي او ۱۵ نور نيول شوي دي.

د وېسټ ګېت د خرڅلاو پر دغه مرکز د دې اوونۍ په پيل کې بريد وشو چې بريدګرو په کې زيات کسان برمته کړل.

د سوماليا الشباب اسلامپالې ډلې د دغه بريد پړه پر غاړه اخيستې او د دغې ډلې يوه لوړپوړي چارواکي بي بي سي ته ويلي چې دا بريد يې په سوماليا کې د کېنيايي ځواکونو د شتون په بدل کې کړی دی.

الشباب سوماليا ته د کېنيايي ځواکونو له وراستولو سره مخالفت کوي.

دا وخت د سوماليا په سويلي سيمو کې د کېنيا ۴۰۰۰ پوځيان موجود دي او له ۲۰۱۱ کال راپدېخوا د تندلارو پر ضد عمليات کوي.

ورته مطالب