بلوچستان کې زلزلې ۳۴۹ کسه وژلي سلګونه ټپيان دي

Image caption یوازې په اواران سيمه کې د زلزلې له امله ۳۰۵ کسه وژل شوي دي

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، د سې شنبې په ورځ د شوې زلزلې له امله د وژل شويو کسانو شمېر ۳۴۹ ته رسېدلی دی.

دغې ادارې د چارشنبې په ورځ ناوخته په يوه خبرتيا کې وويل چې د زلزلې په پايله کې ۵۱۳ کسه نور ټپيان شوي او د تلفاتو شمېره ښايي نوره هم لوړه شي.

چارواکي وايي وسله والو د تورن جنرال سمريز سالک د سپرلۍ پر څرخي الوتکې چې د مرستو رسولو چارې يې څارلې د توغنديو بريد کړی، خو ده ته په کې زيان نه دی رسېدلی.

د سې شنبې په ورځ ۷،۷ درجې زلزلې د بلوچستان ايالت د آواران، کېچ، خاران، پنجګور او ګوادر سميې ولړزولې او اغېزمنې يې کړې.

چارواکي وايي زلزلې د اوران او کېچ په سيمو کې ترانسپورتي لارې هم ويجاړې کړې دي.

اواران او د دې د ماشکۍ ولسوالۍ تر ټولو ډېرې ځپل شوې سيمې بلل شوې دي.

د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي يوازې په اواران سيمه کې د زلزلې له امله د وژل شويو کسانو شمېر ۳۰۵ کسه دی او ۴۴۰ کسه ټپيان شوي دي.

له دې پرته په کېچ کې د ۴۳ کسانو د وژل کېدو او ۷۳ نورو ټپي کېدل تاييد شوي دي.

زلزلې په اواران سيمه کې ۲۰زره کورونه ويجاړ کړي او په کېچ کې يې ۱۰۰۰ کورونه ويجاړ کړي او يا يې هم زيان ور رسولی دی.

دمګړۍ شاوخوا ۱۰۰۰ پوځيان د شپږو څرخکو پر مټ د ځپل شويو خلکو مرسته کوي.

حکومتي تلوېزيون وايي له زلزلې وروسته په ځپل شوې سيمه کې د زلزلې ۱۵ واړه ټکانونه محسوس شوي چې دې د ځپل شويو کسانو وېره نوره هم زياته کړې.

د بلوچستان ايالت وياند محمد بليدي د چارشنبې په ورځ حکومتي تلوېزيون ته وويل چې د زلزلې له امله ۳۰۰زره کسان اغېزمن شوي.

ده ويلي د زلزلې له کبله د ويجاړو شويو لارو له امله د مرستو رسولو چارو له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوي دي.

د طبعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي چې په سيمه کې د مرستو رسولو هڅې روانې دي او په اړتيا وړ توکو بار ۲۹ لارۍ سيمې ته استول شوي دي.

له دې پرته ۲۱ ډاکټران او د پوځ د ډاکټرانو يوه ډله هم له اړينو وسایلو سره سيمې ته استول شوې او په کار بوخت دي.

دغه اداره وايي د پاکستان حکومت له زلزله ځپلو سره له نړیوالې ټولنې مرسته نه ده غوښتې، ځکه چې پخپله کولی شي چې دغه ويجاړي کابو کړي.

بل خوا د ملګرو ملتو د خوړو نړيوال سازمان ويلي چې دوی او نورې نړيوالې ادارې د بلوچستان له زلزله ځپلو سره هر ډول مرستو ته چمتو دي، خو تر اوسه ايالتي او هم د پاکستان حکومت ترې د مرستې غوښتنه، نه ده کړې.

بلوچستان د پاکستان د څلورو ايالتونو تر ټولو لوی ايالت دی، خو تر ټولو لږ نفوس لري.

د پاکستان له جوړېدو وړاندې په ۱۹۳۵ کې هم يو ځل بلوچستان سختې زلزلې وځاپه چې په پايله کې يې د کوټې ښار ويجاړ شو.

په دغه زلزله کې ۶۰۰۰۰ کسان ووژل شول.

ورته مطالب