بلوچستان زلزله: د مړو شمېر ۴۰۰ ته ورسېد

Image caption په لېرې پرتو سیمو کې ټرانسپورټي لارې په بشپړه له منځه تللې. جان محمد بلیدي

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سې شنبې ورځې زلزلې له کبله د مړو کسانو شمېر نژدې ۴۰۰ کسانو ته ورسېد.

بل لور ته د پاکستان حکومت په زلزله ځپلې سیمه کې له فعالو بېلتون خوښو وسله والو غوښتي، چې په زلزله ځپلو سیمو کې وسله وال فعالیتونه و نه کړي، ځکه د دوی په وینا دې سره مرستندویه فعالیتونه اغیزمن کېږي.

له دې مخکې له زلزلې سملاسي وروسته، سیمه کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکي سازمان " بلوچ لبرېشن فرنټ" ویندوی ګورام بلوڅ بي بي سي ته په یوه لېږلي پیغام کې ویلي و، چې دوی به د نړیوالو مرستو هرکلی وکړي، خو که د پاکستان پوځ یا سیاستوال له فرصت نه په ګټه اخېستو د خپلو هدفونو تر لاسه کولو هڅه وکړي، دوی به یې په نښه کړي.

بل لور ته د پاکستان د سرحدي چارو فدرالي وزیر عبدالقادر بلوڅ ویلي، د پاکستان فدرالي حکومت بلوڅ بېلتون غوښتونکو ته ډاډ ورکړی، چې پوځ به سیمه کې د مرستندویه فعالیتونو په پلمه د دوې پر ضد عملیات نه کوي.

ویل کېږي، چې د زلزلې له دریو ورځو تېرېدو وروسته لا هم زیانمنو کسانو ته مرستې نه دي رسېدلې.

بلوچستان کې د قدرتي افتونو پر مهال د مرستو ایالتي ادارې " پي ډي ایم اې " چارواکو په وینا، زلزله کې ۶۲۰ کسان ټپیان شوي هم دي او نژدې ۲۱ زره کورونو ته زیان اوښتی.

د ریکټر په کچه ۷ اعشاریه ۷ درجې زلزلې د سې شنبې په ماښام د کیچ او اوران سیمې ولړزولې.

بل لور ته د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو شعبې مسوولین وايي، په اغېزمنو سیمو کې یې مرستندویه عملیات روان دي، چې ۱۰۰۰ کسه سرتېري او شپږ چورلکې په کې برخه لري.

خو په اواران سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي، ډېری اغیزمنو سیمو ته لا هم مرستندویه ډلې نه دي رسېدلې او زیانمن کسان له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

سیمه کې د بي بي سي خبریال ریاض سهیل وايي، اواران ښار او ورڅېرمه موشکي سیمه کې نژدې ټول کورونه ویجاړ شوي دي.

د نوموړي په وینا د سیمې خلکو ټول شته، د ورانو کورونو تر خاورو خځلو لاندې دي او اغېزمن کسان د مرستې په تمه ناست دي.

د مرستو په باب د خبرو پر مهال زموږ خبریال وویل، د زلزلې په درېیمه ورځ هم د اغېزمنو کسانو د مېشت ځایونو لپاره اقدام نه دی شوی.

د بېلتون غوښتونکو بریدونه

د پاکستان دولتي راډیو د بلوچستان ایالتي حکومت ویندوی جان محمد بلیدي له قوله ویلي، چې په لېرې پرتو سیمو کې ټرانسپورټي لارې په بشپړه له منځه تللې، چې له کبله یې مرستندویه فعالیتونه له ستونزو او خنډونو سره مخامخ دي.

د بلوچستان هغه سیمې، چې زلزلې ځپلې د بېلتون غوښتونکو بلوڅانو د نفوذ سیمې بللې کېږي او په کې د پاکستان امنیتي ځواکونه، د مرستندویه فعالیتونو پر مهال د بیلتون غوښتونکو وسله والو له بریدونو سره مخامخ دي.

چارواکي وايي وسله والو، د پنجشنبې په ورځ د تورن جنرال ثمريز سالک د سپرلۍ پر څرخي الوتکې چې د مرستو رسولو چارې يې څارلې د توغنديو بريد کړی، خو ده ته په کې زيان نه دی رسېدلی.

د سې شنبې په ورځ ۷،۷ درجې زلزلې د بلوچستان ايالت د آواران، کېچ، خاران، پنجګور او ګوادر سميې ولړزولې او اغېزمنې يې کړې.

ورته مطالب