امنیت شورا:د سوریې اړوند پرېکړه لیک وړاندې شو

Image caption دیپلوماتان وايي، تمه ده، چې د جمعې په ماښام رایې اچوونه وشي.

دیپلوماتان وايي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا، د سوریې د کیمیاوي وسلو له منځه وړلو اړوند پرېکړه لیک، پر مسودې بحث تر سره کړی او له دې وروسته به د جمعې په ورځ پرې رایې اچوونه وشي.

له دې مخکې روسیه او امریکا د دې مسودې په باب یوه خوله خوشي وو، چې له کبله یې ملګرو ملتونو کې په دې باب له تېرو دوو نیمو کلونو راهیسې په ټپه ولاړ حالت پای ته ورسېد.

دې باب د امریکا او روسیې له لوري له رامنځ ته شوې هوکړې وروسته د یوه مهم ګام په نظر کتل کېږي، چې له مخې یې سوریې منلې، د ۲۰۱۴ کال تر نیمايي پورې به خپلې کیمیاوي وسلې له منځه یوسي.

د امنیت شورا غړو د پنجشنبې په ماښام د مسودې په باب بحث وکړ.

ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې سمانتها پاور په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، چې " د امنیت شورا هغه پرېکړه لیک په باب له روسیې سره هوکړه شوې، چې له مخې به یې سوریه خپله کیمیاوي وسله له منځه وړي، چې پر خپلو خلکو یې کارولې ده."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف هم وايي هوکړه شوې ده، خو د هغه په وینا د ملګرو ملتونو د اووم څپرکي سره سم دې کې د مستقیمې مداخلې ګواښ شامل نه دی، چې له مخې یې پوځي اقدام کېدای شي.

وېټو

د دې لپاره به له امنیت شورا نه د یوه بل پرېکړه لیک تاییدولو ته اړتیا وي.

نیویارک کې د بي بي سي خبریال نیک برایټ په وینا دا باوري ده، که داسې کوم دویم پرېکړه لیک وړاندې شي، روسیه به یې وېټو کړي.

د خبریالانو په وینا هوکړه لیک کې دا هم ویل شوي، چې باید سوریې کې د کیمیاوي وسلو کاروونکو ته سزا ورکړله شي، خو دا معلومه نه ده، چې د دوی ته به د جنایتونو له نړیوالې محاکمې نه سزا ورکول کېږي، که څنګه.

د امریکايي او روسي چارواکو په وینا د پرېکړه لیک په باب د جمعې په ماښام د رایې اچوونې تمه کېږي او د منظورۍ په صورت کې به د کیمیاوي وسلو ماهرین د دې وسلو څارنه پیل کړي او خپل تحویل کې به یې واخلي.

ورته مطالب