چين کې ۹۲ تنه ماشومان له تښتوونکو ژغورل شوي

Image caption په چين کې د يو ماشوم پر تګلارې نيوکې زياتې شوې دي

چين کې چارواکي وايي د دغه هېواد پوليسو ۹۲ تنه تښتول شوي ماشومان ژغورلي، او د انسان قاچاق يوې سترې شبکې ۳۰۱ تنه شکمن غړي نيولي دي.

چارواکي زياتوي په دغو عملياتو کې چې پوليس ځواکونو د چين په ۱۱ ولايتونو کې ترسره کړي، دوه ښځې هم د تښتونکو له منګولو خوشي شوې دي.

باور دی دغو تښتونکو په جنوب لوېديخ يون نان او سچوان ولايتونو کې ماشومان په نښه کول او تښتول چې بيا يې په نورو سيمو کې وپلوري.

ګوتنيونکي د پړې ګوته د دغه هېواد يو ماشوم زېږولو تګلارې او هم د زوی ګنۍ نيولو پرانيستو قوانينو ته نيسي، چې دوی وايي د ماشومانو پېر يو پټ ښېراز بازار يې جوړ کړی دی.

ځينې کورنۍ قاچاق شوې ښځې او ماشومان د اضافي کارګرو او هم د کور مزدرانو او هم د ناواده زامنو لپاره د ناويو په توګه کاروي.

د چين د عامه امنيت وزارت په وينا تېر کال په دغه هېواد کې څه د پاسه ۲۴۰۰۰ زره ښځې او ماشومان د تښتوونکو له منوګولو ژغورل شوي وو.

دغه وزارت ويلي ځينې تښتول شوي د زوی ګنۍ نيولو لپاره پلورل شوي او يا د بدلمنۍ کاروبار ته اړ ايستل شوې دي.

د چين اقتصادي اصلاحاتو پايله کې د خوځښت پراخه ازادۍ فکر کېږي د قاچاق ډلو لپاره د فعاليت چاره اسانه کړې وي.

ورته مطالب