تهران هوايي ډګر کې پر روحاني د بوټونو ګوزار

په داسې حال کې، چې د امریکايي او ایراني ولسمشرانو ترمنځ د تیلېفوني خبرو ځینې برخې رسنیو ته وتلې، ایران ته له امریکا د ستنېدو پرمهال د ایراني ولسمشر حسن روحاني پر لېږدوونکي موټر په مهر اباد هوايي ډګر کې د بوټانو ګوزارونه شوي، خو پر هېچا نه دي لګېدلي.

پر نوموړي د هغه یوه مخالف د بوټانو دغه ګوزار کړی دی.

د ایران مهر خبري اژانس ویلي، مهر اباد (تهران) هوايي ډګر کې د روحاني نژدې ۱۰۰ مخالفان، چې زیاتره یې محصلین وو، راغونډ شوي وو.

د دغه راپور پربنسټ، هغې ډلې چې د روحاني د ستنېدو هرکلي ته ولاړه وه، یوه مېږه قرباني کړه.

د ایران حکومتي خبري اژانس ایرنا وايي، هرکلي ته ولاړو کسانو امریکا ته د روحاني دغه سفر کامیابه باله او د "روحاني له تا مننه" شعارونه یې ورکول.

د ښاغلي روحاني پر ملاتړو سربېره، د هغه مخالفانو له امریکا سره د خبرو پر موافقې مخالفت وښود.

د مهر خبري اژانس وايي "مخالفانو د حسن روحاني د مخته تلو مخه ډب کړه، خو ساتونکو یې هڅه وکړه چې لاره پرانیزي چې په دې ترڅ کې د ولسمشر لېږدوونکي موټر ته څېرمه ځینې کسان ولوېدل، خو څوک خوږ نه شول".

وړاندې د "رجانیوز" په نامه د ایراني نظام د یوې مخالفې جبهې یوې وېبپانې ویلي وو، چې له امریکا سره د خبرو ځینې مخالفین د ښاغلي روحاني د ستنېدو پروخت هوايي ډګر کې راغونډ شوي وو.

دغه وېبپاڼه د ګڼو ایراني وېبپاڼو په منځ کې هغه یوه ده، چې د اوباما او روحاني تیلېفوني خبرې یې "بې ګټې" بللې دي.

تېره ورځ (جمعه) د ایران او امریکا ولسمشرانو حسن روحاني او بارک اوباماله شاوخوا دېرشو کلونو وروسته د هېوادونو په کچه په لومړي کمساري اقدام کې تیلېفوني خبرې وکړې.

دا له ۱۳۵۸ هجري لمریز کال راپدېخوا د ایران او امریکا د ولسمشرانو لومړنۍ اړیکه ده.

د ایران او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو هم په نیویارک کې د تېرې پنجشنبې پر ورځ د ۱+۵ هېوادونو د غونډې په درشل کې مخامخ خبرې وکړې.

Image caption لاریون کوونکو د امریکا متحده ایالتونه د ایران له اصولو سره په خلاف کې وبلل.
Image caption مخالفین د ښاغلي حسن روحاني د ملاتړو له خوا ارامه کړای شول.
Image caption تهران کې پولیس د روحاني د مخالفانو او ملاتړو ترمنځ د ممکنه نښتې منځ کې مانع وګرځېدل.
Image caption خبریالانو دغه وضعیت یو ډول ګډوډي وبلله.

ورته مطالب