د شانګهای ازادې سوداګرۍ سيمه پرانيستل شوه

د چين اقتصادي پلازمېنې شانګهای کې د ازادې سوداګرۍ سيمه پرانيستل شوه، په داسې حال کې چې د نړۍ دغه دوهم ستر اقتصادي ځواک له اوږدې مودې ورته په تمه اقتصادي اصلاحاتو ازمويلو تياری نيسي.

د چين سوداګرۍ وزير ګاو هو چنګ د دغې سيمې پرانيستې کې، چې ۲۹ مربع کيلومتره ساحه پوښي، ګډون درلود.

ښاغلي ګاو وويل دغه سيمه به "د لا نورې فعالې او پرانيستونکې سټراټيژۍ پلي کولو کې" مرسته وکړي.

د دغې سيمې دننه پر بهرنۍ پانګونې به قيدونه نرمېږي او د سود کچه به د بازار له لوري ټاکل کېږي.

د چين دولتي شورا د جمعې پر ورځ وويل د نورو تدبيرونو ترمنځ چې د دغې سيمې دننه به ازمويل کېږي، د چين په کلکه تنظيمېدونکې پيسې، يوان دی چې په ازاد ډول به د نورو پيسو پر وړاندې بدلېږي.

له ماليې نيولې تر بېړيو ټرانسپورت او لېږد پورې به ۱۸ بېلابېل سکټورونه د تنظيم داسې چارې ولري چې د دغه سيمې دننه به يې چلن نرم وي.

"مهم ګام"

ښاغلي ګاو وويل "د شانګهای ازادې سوداګرۍ سيمې جوړول د چين لپاره يو مهم ګام دی چې په نړيوال اقتصاد او اوسوداګرۍ کې له نويو تګلوريو سره ځان سم کړي."

په چين کې د اروپا سوداګرۍ خونې چارواکي سټېفن سک وويل دغه نوې سيمه "ښيي چې نوی حکومت اصلاحاتو راوستلو ته لېواله دی" خو ده زياته کړه چې "يوازې شانګهای کې د ازادې سوداګرۍ سيمه به په چين کې د سوداګرۍ پر څرنګوالي کې بدلون را نه ولي".

د شانګهای دغه نوې سيمه چې ۴ له وړاندې شته سره تړلې سيمې په کې دي، لومړي وزير لي که چيانګ يې هم، چې په تېر مارچ کې يې پر دنده پيل کړی، ملاتړ کړی دی.

د ۱۹۷۰ لسيزې وروستيو او ۱۹۸۰ مو کلونو کې د بازار اقتصاد ته د چين بدلون معمار ډېنګ شياوپېنګ له هانګ کانګ سره څېرمه د ازادې سوداګرۍ سيمې کارولې، چې له مخې يې غوښتل د دولت له لوري د چين اداره کېدونکي اقتصاد د بدلون څرنګوالي په اړه نظريې وازمويي.

تېر کال د چين اقتصاد ۷،۷٪ سلنه پراخ شوی و، چې په تېرو ۱۳ کلونو کې تر ټولو ورو خوځښت و.

ورته مطالب