د نيجېريا بريد: شکمنو توندلارو اورپکو پوهنځی په نښه کړی

Image caption شمال ختيځه نيجېريا په داسې حال چې د بوکو حرام اورپکي په کې روانه ده، تر بيړني حالت لاندې ده

شکمنو توندلارو اورپکو په شمال ختيځه نيجېريا کې پر يوه پوهنځي بريد کړی او تر ۵۰ زده کوونکي يې وژلي دي.

زده کوونکي په داسې حال کې په ډزو وژل شوي چې د يوبې ايالت د کرنې پوهنځي په استوګنځي کې ویده وو.

شمال ختيځه نيجېريا په داسې حال چې د بوکو حرام اورپکي په کې روانه ده، تر بيړني حالت لاندې ده.

بوکو حرام اورپکې ډله د نيجېريا حکومت پرځولو جګړه کوي چې پر ځای يې اسلامي دولت جوړ کړي، او پر ښوونځيو يې يو شمېر بريدونه کړي دي.

ټولګی سوځول شوی

دغه تازه بريد کې د مرګژوبلې شمېرې سره توپير لري، خو يوه ځايي سياستوال بي بي سي ته ويلي چې شاوخوا ۵۰ تنه زده کوونکي وژل شوي دي.

دغه سياستوال وويل له مړو دوه بار شوې لاری د يوبې ايالت مرکز ډاماټورو ته رسېدلي دي.

رويټرز خبري اېجنسۍ د يوه عيني شاهد له خولې ليکلي په دغه روغتون کې يې ۴۰ مړي شمېرلي، ډېری د ځوانو سړيو دي چې باور کېږي زده کوونکي وي.

د پوهنځي مشر موليما ايډي ماټو اسوشيېټېډ پرېس ته ويلي د وژل شويو شمېر کېدی شي تر ۵۰ ورسېږي، او زياته کړې يې ده امنيتي ځواکونه لا تر اوسه د مړيو په رايستلو بوخت دي او شاوخوا ۱۰۰۰ زده کوونکي د پوهنځي له استوګنځي تښتېدلي دي.

په يوبې کې د پوځ يوه وياند لازاروس الي د فرانسې خبري اژانس ته ويلي وسله والو د پوهنځي ټولګيو ته هم اوراچولی دی.

دغه پوهنځی د يوبې په ګوجبا کليواله سيمه کې دی.

په تېره مې مياشت کې ولسمشر ګوډلک جانتن د بوکوحرام پر وړاندې د عملياتو امر وکړ، او د مې پر ۱۴ مه بيا د نيجېريا شمال ختيځ کې بيړنی حالت اعلان شو.

ډېری توندلاري اورپکي په شمال ختيځ کې له خپلو اډو او مورچلو ووتل او د تاوتريخوالي پېښو کچه په لومړيو کې ولوېده، خو د غچ بريدونه په چټکۍ ورپسې پيل شول.

په تېر جون کې بوکو حرام په دې سيمه کې پر ښوونځيو دوه بريدونه وکړل.

د ميدوګوري په څنډو کې پر يوه ښوونځي بريد کې لږترلږه نهه تنه زده کوونکي ووژل شول، په داسې حال کې چې په ډاماټورو کې پر يوه ښوونځی بريد کې ۱۳ زده کوونکي او ښوونکي ووژل شول.

Image caption په تېره مې مياشت کې ولسمشر ګوډلک جانتن د بوکوحرام پر وړاندې د عملياتو امر وکړ

په جولای کې د يوبې ايالت په ماموډو کلي کې توندلارو اورپکو د يو ښوونځي پر استوګنځي په وسلو او چاودېدونکو توکو بريد وکړ، ۴۲ کسان يې ووژل چې ډېري زده کوونکي وو.

بوکو حرام ښوونځي د لوېديځ فرهنګ نښه ګڼي. د دغې ډلې د نامه ژباړه هم داسې ده: "لوېديځه پوهنه حرامه ده".

د بوکوحرام مشري ابوبکر شېکاو کوي. د نيجېريا پوځ په تېر اګست کې ويلي وو چې کېدی شي په يوه نښته کې يې وژلی وي.

خو يوه وېډيو چې تېره اوونۍ خپره شوې، دی ژوندی ښيي.

د ده د مرګ نور پخواني راپورونه هم بيا ورسته ناسم ختلي وو.

ورته مطالب