ایټالیا کې د نوي حکومت جوړولو هڅې

جیورجیو ناپولیتانو
Image caption ولسمشر وايي، د سیاسي تشې ډکولو لپاره به بېړنۍ هڅه وکړي.

د ایټالیا ولسمشر جیورجیو ناپولیتانو ویلي، چې د هېواد د سیاسي کړکېچ ختمولو لپاره، چې په لړ کې یې مرکزي ښي اړخي ګوند له ایتلافه استعفا وکړه، د نوي حکومت د تشکیل په هڅه کې دی.

په ایټالیا کې د سلیویو بېرلسکوني مرکزي ښي اړخي ګوند پي ډي ایل له ايتلافي حکومت نه استعفا ورکړه چې په پایله کې یې ايتلافي حکومت ړنګ شو.

دغه ګوند وايي دا کار یې د هغه ګواښ په ځواب کې وکړ چې صدراعظم اینریکو لیټا ویلي وو که څو ورځې وروسته په پارلمان کې په څرګند ډول د باور رایه ترلاسه نه کړي نو استعفي به وکړي.

ښاغلي لیټا دغه خبره د جمعې په ورځ ناوخته د کابینې له یوې جنجالي غونډې وروسته له هغه وکړه چې د بودیجې په هکله په کې اقدامات تصویب نه شول.

خو د ښاغلي لیټا د مرکزي چپ اړخي دیموکرات ګوند یو تن چارواکی ګوګلیمو ایفاني وايي د ښاغلي بېرلسکوني د ګوند د وزیرانو استعفا نه دي حیران کړي:

''موږ د پي ډي ایل د وزیرانو له خوا د استعفا غوښتنه ترلاسه کړې او دا په څرګنده پر حکومت اغیز لري، خو زه دې استعفی ته حیران نه یم بلکې هغه څه ته حیران یم چې د دې استعفا لامل شو، د بیلګې په توګه په وروستیو اوونیو کې د حکومت په چارو کې بي پروايي هغه حکومت چې دوی په کې برخه لرله''.

Image caption په ایټالیا کې د سلیویو بېرلسکوني مرکزي ښي اړخي ګوند پي ډي ایل له ايتلافي حکومت نه استعفا ورکړه چې په پایله کې یې ايتلافي حکومت ړنګ شو.

بله خوا په یوې اعلاميې کې ښاغلي بارلسکوني د ښاغلي لیټا له خوا ګواښ د نه منلو بللی دی. د تېر جمعې په ورځ په دې خاطر چې حکومت ړنګ نه شي اینریکو لیټا له نیویارک نه هېواد ته ستون شو.

خو د سلیو بارلسکوني د ګوند د وزیرانو له استعفا سره اوس اېتلافي حکومت ړنګ شوی دی.

په روم کې د بي بي سي خبریال وايي اوس نو د نویو انتخاباتو احتمال ډېر شو.

د وزیرانو پر استعفا او حکومت ړنګیدو ځینو ایټالیویانو نیوکه کړې او وايي اوسني سیاستوال د ملي ګټو پرځای خپلو ګټو ته ډېر پام کوي.

د یادولو ده چې د پخواني صدراعظم سلیویو بېرلسکوني ګوند په اېتلافي حکومت کې پنځه وزیران لرل او تر دې مخکې هم نوموړي ګواښ کړی و چې که له سنا نه د مالیې د نه ورکولو په تور وایستل شي نو د ده د ګوند وزیران به له حکومت نه ووځي.

ورته مطالب