اردوغان د کردانو اصلاحات اعلان کړل

Image caption اردوغان زيار باسي د کردانو سره یې د حکومت شخړې ته د پای ټکی کېږدي

د ترکيې لومړي وزير رجب طيب اردوګان د سترو سياسي اصلاحاتو اعلان کړی چې د کردانو لپاره نوي حقونه او د پړوني پرسرولو باندې د بنديز لرې کول هم په کې دي.

ده د ۱۰٪ سلنې ټاکنيز درشل ټيټولو وړانديز کړی چې اوسمهال پارلمان ته په رسېدو کې د کوردانو او نورو وړو ګودندونو مخنيوی کوي.

دی وايي وروسته له دې به دې ته اجازه وي چې ښارګوټي د ترکۍ پر ځای پر کوردۍ ونومول شي.

دی د دې پلان هم لري هغه بنديز پای ته ورسوي چې په عامه خدمتونو کې پر پړوني پرسر مېرمنو لګېدلی، يو داسې څه چې د ده کوند له اوږدې مودې د موخې په توګه ټاکلي دي.

دغه بنديز په ترکيه کې له ټولو زياتو ناندره ييزو قوانينو و، چې د ترکيې سيکيولر اساسي قانون پلويان يې په کې د هغوی پر ضد دريځ کې راوستي وو، چې اسلامي حقونه غوره بولي.

پر ښاغلي اوردوګان او د ده د عدالت او پرمختګ ګوند باندې تور دی چې سيکيولر دولت بېرته پر شا بيايي او اسلامي بنسټونو ته وده ورکوي.

د سر پړوني بنديز به په عامه خدمتونو کې له ښځينه کارکوونکو لرې کېږي، خو پر ښځينه قاضيانو، قانوني وکيلانو، پوليس افسرانو او هم د وسله والو ځواکونو پر غړو به لګېدلی پاتې وي.

ښاغلي اردوګان وويل "دا يوه تاريخي شېبه او يو مهم پړاو دی".

کوردۍ ژبه

Image caption ښاغلی اردوګان وويل ښارګوټو ته به په رسمي توګه د دې لار پرانيستل شي چې په خپلو اصلي ژبو کې ونومول شي

دغه اصلاحات يو داسې ګام دی چې له اوږدې مودې يې انتظار کېده، او موخه يې هم د ترکيې کوردانو حقونو خونديتوب کې ښه والی دی، چې باور کېږي د ترکيې وګړيو ۲۰٪ سلنه برخه جوړوي.

دغه اصلاحاتو ته د هغو هلو ځلو يوې ارزښتناکې برخې په توګه هم کتل کېږي، چې له مخې يې د حکومت او کورد ياغيانو ترمنځ د دريو لسيزو شخړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

په دې شخړه کې څه د پاسه ۴۰۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

د کوردستان کارګر ګوند (پي کې کې) وسله واله ډله په تېره نژدې موده کې له ترکيې د خپلو وسله والو کسانو وتلو بهير درولی، يو داسې تدبير چې له حکومت سره يې پرې هوکړه کړې وه. دوی د دې انګېرنې له امله دغه تدبير ځنډولی چې ګواکې حکومت کوردانو ته د سياسي تېرېدونو په وړاندې کولو کې پاتې راغلی دی.

ښاغلي اردوګان وويل دغه قانون چې له مخې يوازې هغه ګوندونه پارلمان ته لارموندلی شي چې د هېواد په کچه ۱۰٪ سلنه رايې وګټلی شي، اوس به يې پر ځای د ۵٪ سلنه درشل وي او ان کېدی شي له سره لغوه شي.

دغه قانون پخوا ارلمان ته په ټاکنيزې مبارزې کې د کوردانو ستر ګوند، سوله او ډيموکراسي (بي ډي پي)، مخنيوی کړی و، په داسې حال کې چې غړي به يې تل د خپلواکو نوماندانو په توګه درېدل، او بيا به د پارلمان غړيو په توګه سره يو ځای کېدی.

ګوندونه بايد وروسته له دې ۳٪ سلنه وګټي، چې د عامه مالي ملاتړ وړتيا ترلاسه کړي، په داسې حال کې چې دغه انډول اوسمهال ۷٪ سلنه کې و.

لومړي وزير اردوګان وويل ښارګوټو ته به په رسمي توګه د دې لار پرانيستل شي چې په خپلو اصلي ژبو کې ونومول شي. په دې سره فکر کېږي په ترکۍ نومول شوي ښار تونجلي به خپل کوردۍ نوم دېرسيم ورکړل شي.

د "ډيموکراټيک بدلون ټولګې" نورو تدبيرونو کې:

  • قومپاله لوړه به لرې کېږي چې د زده کوونکو له لوري په ښوونځيو کې لوستل کېږي
  • د توپيري چلن ضد کمسيون به جوړېږي چې د کرکې جرمونو پر وړاندې مبارزه وکړي

ښاغلي اردوګان د مسيحيانو په ګډون د لږکيو نورو ډلو ته هم د تېرېدونو اعلان وکړ.

ده د داسې پلانونو اعلان وکړ د مسحيانو يوه معبد پورې تړلې مځکه، چې د دولت له خوا نيول شوې، بېرته ورستنه کړي.

لومړي وزير اردوګان د ځينو اټکل شويو تدبيرونو، لکه د مسلمانانو علوي لږکيو او د يوناني ارتوداکس کليسا لپاره تېرېدنو، اعلان ونه کړ، خو په ډاګه يې کړه: "دا د دغه ډول اصلاحاتو لومړۍ ټولګه نه ده، او نه به هم وروستۍ وي."

ورته مطالب