د ایران-امریکا تاریخي اړیکو ته لنډه کتنه

بي بي سي په تېرو نژدې ۶۰ کلونو کې د ایراناو امریکاترمنځ اړیکو ته لنډه کتنه کړې ده، دا کتنه له هغې مودې پیلېږي، چې د ایران لومړی وزیر محمد مصدق په ۱۹۵۳ کال د امریکا د مرکزي استخباراتو (سي ای اې) د پلان له مخې له واکه لیرې شو، او پر هغو تازه اړیکو ختمېږي، چې په لړ کې یې د تېرې جمعې پر ورځ د ایران ولسمشر حسن روحاني له امریکايي ولسمشر بارک اوباما سره تیلېفوني خبرې وکړې.

۱۹۵۳: د مصدق لیرې کېدل

د امریکا او برتانیا استخباراتو د ایراني دیموکرات ټاکل شوي لومړي وزیر محمد مصدق د لیرې کېدو لپاره پلان جوړ کړ، چې بالاخره له واکه لیرې شو. دغه سیکولر مشر د ایران د تېلو سکتور ملي کولو هڅې وکړې.

۱۹۷۰: د ایران انقلاب

د ایران پخوانی شاه محمد رضا پهلوي، چې د امریکا ملاتړ ورسره و، اړ شو چې د جنورۍ پر شپاړسمه د هغه پرضد له څو میاشتنیو یو لړ مظاهرو وروسته خپل هېواد پرېږدي. د هغه د نظام پرضد مذهبي مشرانو او سیکولر مخالفانو هڅې او فعالیتونه کول.

له دې پېښو دوې اونۍ وروسته، د ایران مذهبي مشر ایت الله خمیني له تبعیده راستون شو، او د اپرېل پر لومړۍ نېټه تر ټولپوښتنې وروسته د حکومت مشر وټاکل شو.

۱۹۷۹-۱۹۸۱: امریکايي سفارت کې د برمته شویو ستونزه

د ۱۹۷۹ کال نومبر کې ایراني محصلینو تهران کې د امریکا پر سفارت برید وکړ، ۶۳ کسان یې برمته کړل بیا یې د هغوی انځورونه خپاره کړل او د محاکمې لپاره یې هېواد د شاه د بېرته ستنېدا اصلي غوښتنه وړاندې کړه.

د برمته شویو د خلاصون لپاره امریکايي ځواکونو ډېړ کړاوونه وګالل، داسې چې د ایران پر اسمان چورلېدونکې الوتکې کې لږترلږه اته امریکايي پوځيان ووژل شول.

په پای کې، ۵۲ برمته شوي کسان تر ۴۴۴ ورځو بند وروسته خوشي شول.

۱۹۸۵-۱۹۸۶: د ایران "کونترا" رسوايي

امریکايي بېړیو په پټه ایران ته په دې نیت وسلې ولېږدولې، چې ګني ایران به لبنان کې د حزب الله له لوري نیول شوي امریکایان خوشي کړي.

۱۹۸۸: د ایراني سپرلۍ الوتکې غورځول

د امریکا جنګي الوتکې (یو ایس ایس وینسیس) الوتکې د ۱۹۸۸ کال جولای پر درېیمه په خلیج کې د ایران د سپرلۍ یوه الوتکه وغورځوله، چې لږترلږه ۲۹۰ سپاره کسان پکې ووژل شول.

د امریکا متحدو ایالتونو وویل، دغه ۳۰۰ ایربس ډوله د سپرلۍ الوتکه د جنګي الوتکې په ګومان په غلطۍ په نښه شوې ده.

زیاتره سپاره ایرانیان الوتکه کې مکې مکرمې ته روان وو.

۲۰۰۵-۱۹۹۷: د خاتمي واکمني

د ایران مخکني ولسمشر محمد خاتمي د امریکا له سي این این تلوېزیوني شبکې سره یوې ځانګړې مرکې کې "له امریکایانو سره خبرې" وړاندیز کړې. په دې کار د دواړو هېوادونو په ټپه درېدلې دیپلوماتیکې هڅې بیا راژوندۍ شوې.

" ۲۰۰۲ د شرارت محور"

د امریکا مخکني ولسمشر جورج بوش د عراق او شمالي کوریا سربېره ایران ته د "شرارت محور" خطاب وکړ.

د جورج دې وینا د ایران غوسه راوپاروله.

۲۰۰۲ او وروسته: اتومي وېرې او بندیزونه

په ۲۰۰۲ کال، د ایران یوې مخالفې ډلې د تهران هغه چاره رسوا کړه، چې ګني د نطنز اډه کې د اتومي هڅو پروګرامونه مخته وړي، د یورانیمو بډاینې هڅې روانې دي.

امریکا ایران تورن کړ، چې په پټه د اتوم جوړولو هڅې کوي، خو ایران تل دا خبره رد کړې ده.

په تېرو لسو کلونو کې د ایران په همکارۍ د ملګرو ملتونو اړوند د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان ترمنځ دیپلوماتیکې خبرې روانې وې.

ملګرو ملتونو د ایران د اتومي پروګرام د هڅو مقابل کې، د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ پر ایران څلور ځلې اقتصادي بندیزونه ولګول.

د امریکا متحدو ایالتونو او اروپايي اتحادیې هم په ۲۰۱۲ کال پر ایران بندیزونه لا نور قوي کړل، چې مالي برخې یې هم پکې شاملې کړې. ځينو نورو هېوادونو هم دا کار وکړ.

د امریکا د مالیې وزارت په روان ۲۰۱۳ کال اټکل وکړ، چې د ایران کرنسي په تېرو درو کلونو کې درېیمه برخه ارزښت له لاسه ورکړی.

۲۰۰۵-۲۰۱۳: د احمدي نژاد واکمني

د ایران مخکنی ولسمشر او سخت سری محافظه کار محمود احمدي نژاد د ۲۰۰۵ کال په جولای کې ولسمشر وټاکل شو.

د هغه لانجمنې ویناوې، چې تر ټولو لویه یې د نازیانو د سوځونې (هولوکوسټ) وه، د ایران او لوېديځ ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا سبب شوې.

نوموړی په ۲۰۰۹ کال د دویم ځل لپاره د ایران ولسمشر شو، چې د ټاکنو پایلو په لړ کې ډېرې مظاهرې او وژنې وشوې.

په ۲۰۱۰ کال، په ملګرو ملتونو کې د احمدي نژاد تر دې وینا وروسته مظاهرې وشوې چې د امریکا زیاتره ولس پر دې باور دی، چې د امریکا حکومت د سپتمبر یوولسمې بریدونو کې ښکېل و.

۲۰۱۳: د اوباما او روحاني تیلېفوني خبرې

د ایران ولسمشر حسن روحاني نیویارک ته تر سفر وروسته د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې تر ګډون کولو وروسته، له امریکايي ولسمشر بارک اوباما سره تیلېفوني خبرې وکړې، چې دا په تېرو ۳۰ کلونو کې تاریخي اړیکه وګڼل شوه.

روحاني پر خپلې ټویټر پاڼې د دغو تاریخي خبرو ځینې برخې خپرې کړې.

دواړه ولسمشراند ایران د اتومي اوږدې لانجې د ختمېدو لپاره پر معقولې لارې وغږېدل.

ورته مطالب