بحرین ۵۰ شیعه ګان بندیان کړل

د بحرین یوې محکمې ۵۰ شیعه ګان، د یوې پټې ډلې د جوړولو په تور په تور په پنځلسو کلونو بند محکوم کړي دي.

د تېرې فبرورۍ پر ۱۴، د شیعه ملاتړو یو ایتلاف جوړ شوی، چې بحرین کې یې د شیعه ګانو لپاره لانور حقونه غوښتل.

له ۲۰۱۱ کال راهیسې بحرین کې د واکمن حکومت پرضد د شیعه ګانو اړدوړ دوام لري.

د بحرین واکمني د سني مسلمانې شاهي کورنۍ په لاس کې ده، چې د ځوانانو روان خوځښت په ترهګرۍ تورنوي.

اوس د بحرین محکمې پنځوسو مدافعینو او د حکومت مخالفو شیعه ګانو ته د پنځلسو کلونو بند سزا ورکړې ده.

د بحرین یوې عدلي سرچینې اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، چې څلورو تورنو ته د ۱۰ کلونو بند سزا اورول شوې، او پاتې ۳۰ ته پنځه کاله بند اعلان شوی.

دېرشو تورنو د استیناف غوښتنه کړې ده.

شل کسان په دې تور بندیان شوي، چې ګني د فبرورۍ ۱۴ مې د خوځښت غړي دي.

پر دغه تحریک د حکومت پرضد پر ټولنیزو شبکو د مظاهرو د سمبالښت او مخته بېولو تورونه دي.

د یمن د بشري حقونو د ځوانانو د ټولنې اداره وايي، په بندي شویو کې د بشري حقونو یو فعال ناجي فتیل هم دی، چې پنځلس کاله بند باید تېر کړي.

'شکنجه'

دغه ټولنه ادعا کوي، چې فتیل د تحقیق پرمهال شکنجه شوی، برقي شارټونه ورکړل شوي وهل شوی او ان اوبو کې په ډوبېدو ترهول شوی.

په نورو تورنو کې د عراق یو مذهبي سړی هادي المدراسي هم دی، همداشان لندن مېشتی سعید الشهابي هم دی.

د بشري حقونو د ډلې مشر محمد المسقاطي بي بي سي ته ویلي، چې شاید دا پرېکړه د حکومت ضد ناامنیو د کمښت په موخه شوې وي.

له ۲۰۱۱ کال راهیسې بحرین ناامنه شوې ده.

دوې اوونۍ مخکې، د بحرنی چارواکو د شیعه ګانو د ټولنې (وفاق) یو مخکښ سیاستوال خلیل مرزوق د ترهګرۍ په تور ونیوه.

بحرین د لوېديځو هېوادونو لپاره له دې کبله مهمه سیمه ده، چې په خلیجي هېوادونو کې یې د امریکا سمندري ځواکونو نژدې پنځوس سلنې الوتنو ته ځای ورکړی.

ورته مطالب