افغانستان د بوډاګانو لپاره بد هېواد بلل شوی

Image caption راپور کې د نړۍ د ۹۱ هېوادونو د ډېر عمر لرونکو کسانو د ژوندانه کچه ارزول شوې ده

د برتانيا يو راپور وايي چې د ډېر عمر لرونکو کسانو د ژوند کولو لپاره تر ټولو غوره هېواد سويډن او تر ټولو بد هېواد افغانستان دی.

د افغانستان ګاونډۍ پاکستان دريم هغه هېواد دی چې د بوډاګانو د ژوند تېرولو لپاره ښه نه دی.

دغه راپور د ملګرو ملتونو په ملاتړ د برتانيا د ساوت هيمپټن پوهنتون له لوري چمتو شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې په نړۍ کې د ډېر عمر لرونکو کسانو د ژوندانه د معيار ښه کولو او هغوی ته د ورکړای شويو اسانتياوو په اړه راپور خپرېږي.

په دغه راپور کې د نړۍ د ۹۱ هېوادونو د ډېر عمر لرونکو کسانو د ژوندانه کچه ارزول شوې ده.

په ارزونه کې د مشرانو د روغتيا او په ټولنه کې دوی ته د ورکړای شويو اسانتياو او ارزښتونو په اړه پلټنه شوې ده.

د راپور پايله دا ده چې سويډن د زيات عمر لرونکو کسانو د اوسېدو لپاره تر ټولو مناسب او افغانستان د دوی لپاره تر ټولو بد هېواد دی.

د راپور د نوملړ له مخې پاکستان د ۹۱ هېوادونو په ډله کې ۸۹ ځای لري او هند په ۷۳ لمبر راځي.

په تر ټولو غوره هېوادونو کې له سويډن وروسته امريکا اتم ځای لري او برتانيا ۱۳ ځای خپل کړی دی.

په راپور کې ويل شوي چې په پاکستان کې له ۵۰ کلونو د ډېر عمر لرونکو ۴۲ سلنه کسانو ويلي، باور لري چې د ستونزو په وخت کې د دوی خپل خپلوان مرستې ته ور دانګي.

ورته مطالب