سوريه: نړیوال ترهګر ملکيان او سرتېري وژني

سوريه
Image caption سوريه کې د تېرې دوه کلنې جګړې له امله له ۱۰۰زرو زيات کسان وژل شوي

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر ولید معلم وایي په سوریه کې د څه د پاسه ۸۳ هېوادونو ترهګر جنګېږي او د سوریې سرتېري او ولسي وګړي وژني.

نوموړي د ملګرو ملتونوعمومي غونډې ته په وینا کې په سوریه یرغل د سپتمبر له یوولسمې سره پرتله کړ.

ښاغلي معلم بي بي سي ته وویل د سوریې د را تلونکې لپاره د سوریې په اړه سوله يیزې خبرې اترې خورا اړینې دي.

خو نوموړي زیاته کړه په جينيوا کې خبرې ځکه پایلې نه شي لرلی چې ترکیه، سعودي عربستان او قطر د حکومت مخالفو یاغیانو سره مرسته کوي.

“په سیمه کې حالاتو ته په کتو او دا چې سیمه يیز هېوادونه، په ځانګړې توګه ترکیه، سعودي عربستان او قطر په سوریه کې لاسوهنه کوي، نو موږ باور لرو، هغه مهال د جينيوا خبرې اترې بریالۍ کیږي چې دا هېوادونو ترهګرو ډلو ته له وسلې، تجهیزاتو او پيسو ورکولو لاس واخلي.”

پر همدې مهال کې ملګري ملتونه وایي په سوریه کې شخړه نړیوال ټیکاو ته ګواښ دی.

د سوریې ګاونډي هیوادونه وایي له دغه هېواده په زیات شمېر کې ورتلونکي سوري کډوال د دوی لپاره لوی سرخوږی دی او دوی پوره سرچېنې نه ورته لري.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل هغه هېوادونه چې په سوریه کې لاسوهنه کوي او له یاغیانوسره مرسته کوي په څرګنده د ملګرو ملتونو له واک او مسولیتونو سرغړونه ده.

نوموړي دا رد کړه چې ګواکې د سوریې حکومت په مخالفینو کې منځلاري شته، ده هغوی ټول ترهګر وبلل.

ښاغلي معلم زیاته کړه دا کسان وژونکي دي چې د انسانانو بدن ټوټې ټوټې کوي.

ولید معلم بیا وویل، سوریه چمتو ده چې د کېمیاوي وسلو د منع کولو له سازمان سره مرسته او همکاري وکړي چې د سوریې د کېمیاوي وسلو د زیرمو د له منځه وړلو نيت لري.

د سوریې ولسمشر بشار الاسد هم د ایټالیا له يوه تلویزیوني چينل سره په مرکه کې دا تکرار کړه چې د کېمیاوي وسلو د له منځه وړلو بهیر ته تیار دی او په دې برخه کې به همغږي وکړي.

د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه وکړه چې د ۲۰۱۴م کال تر نیمایي پورې به د سوریې کېمیاوي وسلې له منځه يوسي.

د کېمیاوي وسلو د منع کولو د ادارې استازي پرون دوشنبه د همدې چارې د پلي کولو لپاره سوریې ته وخوځېدل.

په سوریه کې ناکرارۍ د ۲۰۱۱م کال په مارچ کې پیل شوې او ویل کېږي چې شاوخوا ۱۰۰زره کسان په شخړو کې وژل شوي دي.

ورته مطالب