د بودیجې ردېدو د امریکا فدرالي ادارې 'وتړلې'

Image caption دا په تېرو ۱۷ کلونو کې د امریکا د فدرالي ادارو د بندېدو لومړی امر دی.

د امریکا فدرالي ادارې وروسته تر هغه وتړل شوې، چې کانګرېس د راتلونکي کال لپاره د بودیجې تصویبول رد کړل. سپینې ماڼۍ ویلي، اوباما د کانګرېس دا کار پخپله دنده کې ناغیړي بللې ده.

سپینې ماڼۍ د فدرالي حکومت ادارو تړلو ته وروسته تر هغه امر وکړ، چې د راتلونکي کال لپاره ټاکل شوې بودیجه د جمهوریت غوښتونکو په مشرۍ د کانګرېس د کمېټې له خوا رد شوه.

د سې شنبې پر ګهیځ (اکتوبر ۱/میزان، تلې ۹) ولسمشر بارک اوباما د هېواد له تلوېزیونونو او رادیو ګانو پخپله وینا کې وویل، چې کانګرېس کې د فدرالي کومت د بودیجې د لایحې د ردېدو له کبله دولتي ادارې باید خپل کار ودروي.

نوموړي کانګرېس د بودیجې د لایحې نه تصویبولو په چاره کې په ناغېړۍ تورن کړ.

وړاندې د امریکا د ولسمشر دفتر د فدرالي حکومت ادارو ته اعلان کړی و، چې د بودیجې د کمښت له کبله خپلو چارو ته ادامه نه شي ورکولی او باید "رخصتي" اعلان کړي.

د سپینې ماڼۍ له دې اعلان سره نژدې ۷۰۰ زره حکومتي کارکوونکي بې معاشه رخصت شول، او دا ضمانت هم نه لري، چې معاش به یې ورکول کېږي او که نه.

جمهوریت غوښتونکو وکیلانو د اوباما د روغتیايي اصلاحاتو پر هغو ځنډېدو ټینګار کړی، چې د بودیجې د تصویب لپاره یې یو شرط اېښی و.

په تېره نیمه شپه کې، د کانګرېس ځینو هغو غړو، چې جمهوریت غوښتونکي پکې واکمن ښکارېدل، د بودیجې د تصویب پر سر غونډه وکړه، خو دیموکراتانو ویل چې اوس له ورخه اوبه تېرې شوې دي.

Image caption اوباما په داسې حال کې د فدرالي ادارو د رخصتولو امر کړی، چې کانګرېس یې پخپله دنده کې په پاتې راتلو تورن کړ.

دا په تېرو ۱۷ کلونو کې د امریکا د فدرالي ادارو د بندېدو لومړی امر دی.

اټکل دی، چې د واشنګټن ځینې موزیمونه، پارکونه، د معاشونو بانکي چکونه، د مخکنیو جنګیالیو معاشونه او ان د سفر ټیکټونو لړۍ هم ودرول شي.

خو نور خدمتونه لکه د هوايي مانورو په څېر خدمتونه به دوام ومومي.

بل خوا، د امریکا دفاع وزارت خپلو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، چې پوځي خدمت کوونکي باید "خپلو دندو ته دوام ورکړي" خو د ملکي برخې زیاترو کارکوونکو ته یې د خپلو چارو د درولو امر کړی.

ورته مطالب