د هیلري کلنټن مستند فلم به 'نه' خپرېږي

هیلري کلنټن
Image caption د امریکا پخواني ولسمشر بېل کلنټن ښځې هیلري کلنټن ته د ۲۰۱۶ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون کولو ډېرې تمې کېږي.

د فلم تولیدوونکي چارلز فرکوسن ویلي، د کلنټن د دیموکرات ګوند د ننه فشارونه د دې لامل شول، چې د دغه فلم د جوړېدو لپاره لازم معلومات ترلاسه نه شي.

په تېر اګست کې، جمهوریت غوښتونکي ګوند پر سي این این تلوېزیوني شبکې د لانجمنو موضوعاتو د بحث نه خپرولو پر سر رایې ورکړې.

جمهوریت غوښتونکي ګوند وویل، چې له این بي سي خبري اژانس سره به هم خپل پرېکون اعلان کړي.

دغه تلوېزیون د کلنټن د لنډ ژوند د فلم یوې لړۍ خپرولو هوډ کړی و.

اټکل دی، چې د فلم وروستۍ لړۍ کې ممثله ډیان لین د فلمي ستوري په رول کې ولوبېږي.

نوموړې به د آغلې کلنټن په رول کې ولوبېږي.

د امریکا پخواني ولسمشر بېل کلنټن ښځې هیلري کلنټن ته د ۲۰۱۶ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د ګډون کولو ډېرې تمې کېږي.

نوموړې د بارک اوباما د واکمنۍ پرمهال د بهرنیو چارو وزیره پاتې شوې، چې په تېره جنورۍ کې یې دنده پرېښوده.

فرکوسن پرخپله وېبپاڼه لیکلي چې "کله به مې چې د مرکو لپاره له اړوندو کسانو اړیکه نیوله، پوهېدم چې هېڅوک هم نه شته".

دی زیاتوي "نه دیموکراتان او نه هم جمهوریت غوښتونکي مرکو ته حاضرېدل".

نوموړی دا هم وايي چې له ډېر سوچ وروسته یې هوډ وکړ، چې د دغه فلم جوړولو ویاړ به یې په برخه نه شي، همدا وه چې د فلم خپرېدل یې لغوه کړل:

"دا کار مې له دې کبله ونه کړ، چې له سي این این شبکې پر ما فشار و، بلکې خبره بالکل برعکس وه".

سي این این تلوېزیون د دغې پروژې په اړه هېڅ غبرګون نه دی ښوولی.

ورته مطالب