"ولسونه ولې جګړې کوي"؟ کتاب وپېژنئ

ریچرډ نېډ لیبو
Image caption لیکوال زیاتوي، د ۲۰۰۳ اپرېل پر نهمه بغداد ته د امریکايي ټانکونو په ننوتلو د منځني ختيځ ځینې هېوادونه په وېره کې شول، هلته امریکایانو د جګړې له اعلانه ټیک درې اونۍ وروسته د صدام حسین لویه مجسمه راوغورځوله.

په پوځي او ستراتیژیکو چارو کې څېړونکي پردې سلا شوي، چې د جګړې لاملونو پلټل هم پېچلي او هم ښکاره وي، خو که هرڅه وي، عام ولس ته یې ډېره ګټه نه رسېږي، بلکې ناورینونه پرې راځي.

خو دغه قناعت د ډېرو هغو پوهانو لپاره منطقي او معقول نه ښکاري، چې په دې موضوع کې یې د تاریخ په اوږدو کې کلونه- کلونه څېړنې کړې او یا یې پر عواملو کتابونه-کتابونه کښلي دي.

دولتونه او امپراتورۍ له ټکنالوژۍ او ساینس څخه د علم او پوهې پرتله تر ډېره په جګړه ییزو او پوځي موخو کې ګټه اخلي.

همدا ده، چې امریکايي لیکوال ریچرډ نېډ لیبو د "ولسونه ولې جګړې کوي" ترسرلیک لاندې کتاب لیکلی، چې ترې لاندې یې یو بل فرعي عنوان "په تېر او راتلونکي کې د جګړې انګیزې" هم ورکړی دی.

په عام ډول، د جګړې په اړه هغه خپل دریځ په درو انګیزو کې څرګند کړی: د بهرني سیاست اړوند (کړه وړه)، چې: وېره، ګټه او پر نورو لاسبري پکې راځي، داسې لکه مارټن لوتر کېنګ چې پرې باور درلود، هغه به ویل چې "جګړه د سبا د توږلو تېشه (ترښځ) ده".

د "شان شوکت" جګړې

د "شان شوکت" جګړې اصطلاح د جګړو او جګړه ییزو نظریاتو په بحثونو او ځانګړو کتابونو کې ډېره نه ده عامه شوې، خو په دغه کتاب کې د دا ډول جګړې لپاره یوه جلا برخه ټاکل شوې ده.

له ډېرو پخوا راهیسې د جګړې د اصلي انګیزو په اړه لیکوال وايي، که څه هم موږ د "جګړې" توري په اړه له تاریخ مخکې پړاوونو کې پر ډېر څه نه پوهېږو، خو ویلی شو، چې د ښځو پر سر، د اوبو لګولو د څاګانو، د ښکار ځمکو، یا د مذهبي او اقتصادي لاملونو او ارزښت له کبله د قیمتي ځمکو پر سر موضوعاتو جګړې کېدې.

په دغو جګړو کې د شان شوکت موضوع له ورایه ښکاري، خو جګړه به هغه مهال پر یوې محدودې جغرافیې پورې تړلې وه.

که څه هم د شلمې پېړۍ دویمه نیمايي کې د امریکا متحدو ایالتونو او د وخت د شوروي اتحاد ترمنځ د سړې جګړې پرمهال نېغ په نېغه یو بل ته د جګړې اعلان خبره نه کېده، خو پایله یې د کوم ځانګړي حریف په ګټه تمامه نه شوه.

Image caption لیکوال وايي، امریکا پر عراق د برید لپاره هېڅ قانع کوونکي منطقي، اقتصادي او ستراتیژیکې انګیزې نه لرلې.

همدا سبب شو، چې د شوروي اتحاد پر خپل حال پاتې نه شو، او د لویو هېوادونو له لسته هم ونه وت، امریکا له ګټې اخیستو په نړۍ کې د خپل شان او شوکت د ساتلو په خاطر په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان یرغل وکړ، بیا یې په ۲۰۰۳ کال پر عراق برید وکړ.

لیکوال د خپل کتاب لومړیو مخونو کې د "عراق" قضیه ډېره مهمه بللې، چې وايي: "لږترلږه تاوتریخوالی د اوسني حجري عصر له پیله تر اوسه د انسانانو پرضد تمام شوی". بیا لیکوال شلمې پېړۍ ته مراجعه کوي، چې پکې دوو نړیوالو جګړو ډېرې ناخوالې رامنځ ته کړې، او د نورو راتلونکو لویو جګړو لپاره یې بنسټ کېښود.

په داسې وخت کې چې دویمه نړیواله جګړه کې "بریالیو خواوو" د اروپا د ارامۍ او امنیت لپاره هلې ځلې کولې، خو لږترلږه ترڅه باندې پنځوسو کلونو پورې یې د هېوادونو ترمنځ روانه جګړه تم نه شوای کړای.

د تېلو جګړه

بیا لیکوال د عراق موضوع ته اشاره کوي، او وايي چې په عراق کې د امریکا-انګلیس مداخله د څه باندې شپږ سوه زرو او یو میلیون کسانو د وژنې او مړینې لامل شوه، امریکا ته تر درو تریلیون ډالرو ډېر زیان واوښت.

لیبو په شپږم څپرکي کې وايي، چې د عراق ۲۰۰۳ پر جګړې تم شوی، خو د هغو ګڼو مفکرینو او سیاستوالو له دې نظریې سره مخالف دی، چې ګني امریکا پر عراق د اقتصادي، په تېره بیا د تېلو د لپاره برید وکړ.

دی وايي، چې پر عراق هم د امریکا د برید ترشا د "شان او شوکت" انګیزه وه، او پر عراق د برید لپاره یې هېڅ قانع کوونکي منطقي، اقتصادي او ستراتیژیکې انګیزې نه لرلې.

Image caption لیبو په شپږم څپرکي کې وايي، چې د عراق ۲۰۰۳ پر جګړې تم شوی، خو د هغو ګڼو مفکرینو او سیاستوالو له دې نظریې سره مخالف دی، چې ګني امریکا پر عراق د اقتصادي، په تېره بیا د تېلو د لپاره برید وکړ.

دی وايي، چې مخکې هم له عراقه امریکا ته په اسانۍ سره د تېلو ډېره برخه تلله، چې په وینا یې د تېلو لومړنۍ لویه بېړۍ له عرب سمندر څخه د "۱۹۹۶ کال د خوړو او درملو مقابل کې تېل" پرېکړې تر لاسلیکېدا وروسته امریکا ته وخوځېده.

هغه مهال د بغداد او واشنګټن ترمنځ د پراخې دوښمنۍ اعلان هم شوی و.

لیکوال وايي، له عراقه د امریکايي برید هدف دا و، چې هلته د نړۍ نورو قوتونو ته خپل پوځي، سیاسي او اداري قوت وښيي، په تېره بیا د منځني ختيځ هېوادونه یې وېرول، چې مخ ته یې ونه درېږي، که نه نو په اسانۍ یې واشنګټن حکومتونه او سیاسي نظامونه ړنګولی او د امریکا ملاتړی او ملګری حکومت رامنځ ته کولی شي.

لیکوال زیاتوي، د ۲۰۰۳ اپرېل پر نهمه بغداد ته د امریکايي ټانکونو په ننوتلو د منځني ختيځ ځینې هېوادونه په وېره کې شول، هلته امریکایانو د جګړې له اعلانه ټیک درې اونۍ وروسته د صدام حسین لویه مجسمه راوغورځوله.

له عراقه وتل

ګڼو نظامونو تر هغو د ارامۍ ساه نه اخیسته، چې په عراق کې د امریکا او ملاتړو پرضد یې عراقي مقاومت رامنځ ته شو، همدا سبب شو، چې د ۲۰۱۱ کال وروستیو کې سپینه ماڼۍ له عراقه د خپلو پوځيانو د ایستلو پرېکړې ته اړ شوه.

لیکوال په دې د "شان شوکت" جګړه کې د امریکا د ناکامۍ ثابتولو لپاره د امریکا هغه نظرپوښتنه رااخلي، چې څرنګه ولسي امریکايانو په لومړي سر کې پر عراق د امریکا د برید لپاره چکچکې وهلې، خو په پای کې یې دا د امریکا په تاریخ کې د خپل هېواد ملی امنیت ته یوه لویه تېروتنه وبلله.

Image caption نېډ لیبو لیکي، چې پر افغانستان د امریکا د یرغل اصلي انګیزه د ترهګرۍ ختمېدل نه، بلکې نړۍ کې د امریکا د ''شان او شوکت'' ساتل وو.

پر عراق د برید په لومړیو میاشتو کې کولن پاول امریکایان پر دې راضي کړل، چې ګني عراق د ډله ییزو وژنو ویجاړوونکې وسلې لري، همدا خبره یې د ۲۰۰۳ فبرورۍ پر پنځمه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم له دروغجنو دلایلو سره وړاندې کړه.

مخکې له دې چې امریکا عراق کې د ډله ییزو وژنو د وسلو موندلو کې پاتې راشي، پر عراق د جګړې د امریکايي ملاتړو کچه ۷۲ سلنه وه، خو بیا وروسته زیاترو امریکایانو پر خپل مشرتابه باور بایلود.

په داسې حال کې، چې د نړۍ ګڼ ولسونه د جګړې مخالف دي او دا مخالفت ورځ تر بلې ډېرېدونکی دی، خو په مقابل کې یې د هېوادونو د ننه تاوتریخوالی ډېر شوی.

د کتاب پای کې لیکوال نېډ لیبو پوښتي چې: ایا لاهم جګړه ممکنه ده؟ دې پوښتنې ته دی پخپله څه ناڅه قانع کوونکی او متمرکز ځواب وايي: د جګړو د کمېدو لامل شاید د عامو خلکو د وژنې او په زور او زر د واکمنۍ پرځای د ګوتو په شمار د کار کسانو خپلولو نیولی وي.